د تېر جمهوري نظام پرمهال د کډوالو چارو وزیر نور الرحمان اخلاقي وايي، چې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو ترمنځ اختلافونو خلکو ته زیان رسولی او مهم فرصتونه یې له منځه وړي دي. نوموړی ټینګار کوي، چې ځینې مشران نور د مبارزې اراده نهلري.
هغه زیاتوي، چې ځینې سیاسي مشرانو «د مبارزې د دوام لپاره انګېزه او ځواک له لاسه ورکړی دی.» نوموړي د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: «د طالبانو د مخالفو یو شمېر سیاستوالو ګټه په دې کې ده، چې دوی د طالبانو د انزوا په دې فصل کې په یووالي سره عمل وکړي.»
هغه وایي: «که چا د مبارزې د دوام اراده او توان له لاسه ورکړی، خورا انساني او اخلاقي ده چې دغه حقیقت له خلکو سره شریک کړي او هغوی دې د مبارزې او تسلیمۍ په نیمه لاره کې بېبرخلیکه نه پرېږدي.»
د اخلاقی په باور؛ په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د مخالفینو ترمنځ هېڅ ډول معنا لرونکی اتحاد نهدی رامنځته شوی. هغه ټینګار کوي: «که داسې یو اتحاد رامنځته شوی وای، نن به وضعیت داسې نه و.»
دغه پخوانی چارواکی خبرداری ورکوي، که د سیاستوالو انزوا او له مسوولیت څخه تېښته دوام ومومي؛ نو هغوی به ان په شخصي برخو کې هم خپل واک او نفوذ له لاسه ورکړي.
د کډوالو چارو پخواني وزیر ټینګار وکړ، چې افغانستان په ټولو کچو کې د ازادۍ لپاره مبارزې ته اړتیا لري.

