په دې وروستیو کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود داسې یوه طرحه اعلان کړې چې په تېرو ۸۰کالونو کې د کډوالو پر وړاندې تر ټولو سخته بلل کېږي.
د برېتانیا د حکومت دغه نوي اقدامات افغانان او نور کډوال د دایمي مېشتیدو لپاره تر ۲۰کلونو انتظار ته اړباسي.
د دغې طرحې منتقدین وايي چې دا اوږدمهاله انتظار نه یوازې کډوال په بلاتکلیفۍ کې ساتي، بلکې له ټولنې سره د ادغام فرصتونه هم کموي.
شبانه محمود، چې د پاکستانۍ کډوالې کورنۍ اولاد دی، د کډوالۍ ضد سیاستونو د توجیه لپاره د خپل شخصي تاریخ یادونه کوي.
بریتانیا د ۲۰مې پېړۍ له منځنۍ مودې راهیسې د کډوالۍ په سیاست کې بدلونونه تجربه کړي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کلمنت اټلي په مشرۍ د کارګر ګوند د کارګرۍ سوسیالستي سیاستونو له مخې د کارابین او هندوستان څخه پراخه کډوالي پیل شوه، چې اقتصاد یې ژوندی او په ټولنیز جوړښت بدل کړ.
خو اوس کډوالي د سیاستوالو او حکومتونو لپاره یوه ستونزه ده.
د برگزیت(ټول پوښتنې)په څېر سیاسي تصمیمونه، او د اروپایي ټولنې څخه د وتلو له امله، د کډوالۍ کنټرول او غیرقانوني کډوالو موضوعات د سیاسي بحثونو او د ښي اړخه افراطیانو د نفوذ عوامل ګرځېدلي دي.
د بریتانیا د احصایو له مخې، هر کال شاوخوا ۹۰۰زره کسان نوي دې هېواد ته راځي، خو د خدماتو ظرفیت لکه روغتیا او تعلیم د دې جوګه نه دي. کډوال اکثره په لویو ښارونو کې مېشتېږي، ځکه په کوچنیو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د هغوی مخالفت زیات دی.
که څه هم په حقیقت کې کډوال په جرمي فعالیتونو کې ډیر ښکېل نه دي، خو د کړنو راپورونه یې د خلکو حساسیت زیاتوي.
غیرقانوني کډوالي، د انسان قاچاق او د سمندر له لارې د خطرناکو سفرونو زیاتوالی نه یوازې د ښياړخو افراطیانو محبوبیت زیات کړی، بلکې اصلي ګوندونه لکه کارګر او محافظهکار یې هم مجبور کړي چې د کډوالۍ ضد او ښي اړخه سیاستونه وړاندې کړي، څو د ښي لاسو افراطیانو پر وړاندې خپل موقعیت وساتي.
په لنډه توګه، بریتانیا اوس د کډوالۍ، ټولنیز ادغام او سیاسي فشارونو په یوه پېچلي حالت کې ده، چې د کارګر ګوند د تاریخي سوسیالستي اصولو سره ټکر کوي او د ښي اړخه افراطیانو د نفوذ په وړاندې یې د ګوند موقف بدل کړی دی.

