ملګري ملتونه: په تېره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره افغان کډوال اخراج شوي

پرون

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره او ۹۲ افغان کډوال اخراج شوي، چې ځینې یې له دغو هېوادونو په زور ایستل شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په دې ډله کې ۱۷۰۲۷نارینه او ۱۸۰۶۵ښځې دي چې د نومبر له ۹ مې څخه تر ۱۵ مې پورې افغانستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د راولپنډۍ پولیسو په دې سیمه کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده او هره ورځ له نیول کیدو وروسته د شړلو لپاره افغان کډوال لنډمهاله کمپونو ته لیږدوي.

د پاکستان رسمي سرچینو په وینا، یاد ځواک ۱۳ځانګړي ټیمونه لري، چې هر یو یې څلور پولیس، یو پلی کشفي او د ترهګرۍ ضد څانګې، امنیتي څانګې او د ځانګړې څانګې له ساحوي کارمندانو څخه یو یو افسر لري.

ځینو پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې د پولیسو اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د ځانګړو واحدونو د غړو په توګه غوره شويو اشخاصو ته نورې دندې ونه سپاري.

د دواړو هیوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اخراج د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو ایران او پاکستان لا تر اوسه د کډوالو په تړاو په خپل چلند کې نرمښت نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو