۲۷ افغان کډوال چې د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي وایي، دوی سره دلته د درېیو میاشتو پاتې کېدو ژمنه شوې وه چې امریکا ته به انتقال شي؛ خو اوس د Mercury 1 کمپنۍ لهخوا ورسره د «یرغملو» په څېر چلند کېږي چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره ۱۲زره ډالر ورکړي.
دغه افغان کډوال د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي او د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدو پروسې (USRAP) برخهوال دي. دوی ته لومړی ویل شوي وو، چې درې میاشتې وروسته به امریکا ته انتقال شي؛ خو اوس مرکوري-۱ امریکایي کمپنۍ ورته ویلي، که امریکا ته ونه رسېږي نو برازیل ته به یې انتقال کړي.
د دغه افغانانو په وینا؛ اوس مرکوري-۱ کمپۍ ورته ویلي، چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره شاوخوا ۱۲زره ډالر ورکړي. په رونډا کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « Mercury 1 یوه امریکایي لویه کمپني ده. موږ ته وویل شول، چې عربان موږ ډېپورټ کوي، نو موږ مو رونډا ته انتقالوو او وروسته به امریکا ته ځو؛ خو اوس درې میاشتې په رونډا کې تېرې شوې، موږ ویزې خپله تمدیدوو، ټول بند پاتې یو او حالت مو خورا کړکېچن دی. زموږ غوښتنې باید عملي شي.»
د نظیرالله اوریاخیل قضیه هم ورته ده، هغه چې د ۲۰۲۱کال په اکتوبر کې د ابوظبۍ EHC پنډغالي ته انتقال شوی و؛ خو څلور کاله وروسته هم د خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو په برخه کې ناروښانه برخلیک سره مخ دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، د امریکا سفارت، IOM او UNHCR دفترونو ته یې په وار، وار مراجعه کړې؛ خو هیڅ ګټور ځواب یې نهدی ترلاسه کړی.
اوریاخېل وایي: «دوه زامن مې په کابل کې بېسرپرسته ژوند کوي او د زدهکړو او ژوند لپاره کافي امکانات نهلري، مېرمن او څلور نور ماشومان مې په قطر کې بندپاتې دي او جدي روغتیایي ستونزو سره مخ دي. همدا ډول دلته یو شمېر ناروغان د درملو د پېرلو لپاره د میاشتې ۲زره ډالرو ته اړتیا لري.»
دغه افغان کډوالو له نړۍوالو ادارو غوښتنه کړې، چې د هغوی سره شوې ژمنې عملي کړي، د کورنیو بېبرخلیکه وضعیت دې روښانه کړي، ماشومانو ته یې د زدهکړې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي، د Mercury 1 او ورته بنسټونو لهخوا د هر ډول ناوړه چلند مخه دې ونیسي او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې دې په بېړني ډول د دوی د وضعیت د ارزولو لپاره ګامونه واخلي.
یاده دې وي چې، له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زرګونه افغانان د دوی ژوند، امنیت او ازادۍ ته د ګواښ له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. د دوی ډېری کورنۍ بېبرخلیکه پاتې شوې او په رونډا، قطر، ابوظبي، اسلاماباد، ایران او نورو هېوادونو کې د اوږد انتظار، اقتصادي ستونزو او رسمي اسنادو د نشتوالي له امله په یوه ناروښانه وضعیت کې شپې سبا کوي.

