د کب د غوړو کپسول خوړل د روغتیا لپاره څه ګټه لري؟

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۵

د کب غوړ د نړۍ یو له ډېرو کارېدونکو غذایي سپلېمنټونو څخه دی.د کب غوړو کې د اومیګا درې فیټي اسیدونواندازه ډېره زیاته وي او دا اسیدونه د انسان د روغتیا لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د دې کپسولونو کارول رښتیا هم روغتیا ته ګټه رسوي یا نه؟

ځواب یې ساده نه دی، ځکه چې د فنلنډ په یوې طبي څیړنه کې ښول شوې چې د کب د غوړو کپسولونه هم ګټور کېدای شي او هم بې‌ګټې، ګټه او تاوان یې ستاسو کارولو پورې اړه لري.

د هیلسنکي پوهنتون د څېړونکو په وینا، دوی د کب د غوړ په کپسولونو کې د موجودو اومیګا درې فیټي اسیدونو پر روغو کسانو اغېزې وڅېړلې.

په دې څېړنه کې ۳۸روغمن کسان شامل وو، چې هغوی ته د اومیګا درې فیټي اسید یوې ځانګړې برخې «ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» لوړه اندازه ورکړل شوه.

د ازموینې له پیل مخکې، د استعمال پر مهال او وروسته د ګډونوالو د وینې نمونې واخیستل شوې، څو وکتل شي چې بدن د دې اسید پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.

پایلو وښودله چې د هر انسان بدن بېلابېل غبرګونونه لري. څیړونکو وویل، که څه هم د«ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» اغېزې په ټولو کې لیدل شوې، خو د هر بدن جذب او غبرګون توپیر لري.

هغوی تایید کړه چې بدن «ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» په موثره توګه جذبوي او د وینې په ترکیب کې یې اندازه په چټکۍ لوړېږي، خو کله چې د سپلېمنټ استعمال بند شي، نو دا اندازه په چټکۍ سره راټیټه شي.

په هغو کسانو کې چې لږ مقدار کاروي، دا اندازه نږدې له منځه ځي.

د کب د غوړ کپسول د روغتیا لپاره ګټور دي، خو یوازې تر هغه وخته چې تاسو یې منظم استعمال کوئ؛ کله چې یې پرېږدئ، ټولې ګټې یې هم له منځه ځي.

څیړونکو دا هم منلې چې دا څیړنه محدوده وه، ځکه موده یې لنډه وه او د اوږدمهاله اغېزو څیړنه پکې نه وه شوې.

خو هغوی وویل، د پایلو له مخې ښکاري چې «ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» کولای شي د زړه د ناروغیو پر وړاندې د بدن د ساتنې رول ولوبوي.

د کب غوړ د ورځې هر وخت خوړل کېدای شي. د کب غوړو کپسول د هغو خوړو سره وخورئ چې لږ طبیعي غوړ لري (لکه مغز، هګۍ، یا زیتون تېل)، ځکه چې اومیګا درې په غوړ کې حل کېدونکي دي او بدن یې د خوړو سره ښه جذبوي.

ډېری کسان یې له سهارنۍ سره اخلي. دا وخت د هضم لپاره مناسب دی او د کب غوړ بوی هم نه پاتې کېږي.

که د سهار خوړل درته مناسب نه وي، د ماښام له ډوډۍ سره یې وخورئ، خو هڅه وکړه د خوب نه لږ تر لږه دوه ساعته مخکې وخورې.

د کب غوړ منظم استعمال د زړه د ناروغیو مخنیوي، د مفاصلو نرمښت او د مغز تقویت کې مرسته کوي، خو له استعمال مخکې باید د ډاکتر مشوره واخیستل شي، په ځانګړي ډول که څوک د وینې نرې کوونکي درمل کاروي، د معدې ستونزې لري، یا امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځه وي.

نور خبرونه

رادیو