د مالي پوځ د القاعدې له یوې ملاتړې ډلې سره د همکارۍ په تور ۳۱ تنه وژلي

۱۱ ساعتونه مخکې

د مالي پوځ او ورسره تړلو وسله‌والو ډلو د سېګو مرکزي سیمې په دوو کلیو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي دي.

لومړی برید د اکتوبر پر ۲مه د کامونا په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۲۱تنه پکې ووژل شول او کورونه وسوځېدل. دویم برید د بالې په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي.

د رویټرز او بشري حقونو د څار ډلې د رپوټونو له مخې، پوځ او وسله‌والو ډلو کليوال له جماعت نصرة الاسلام والمسلمين ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د بشري حقونو څارډلې د مالي له چارواکو وغوښتل چې د دې وژنو پلټنه وکړي او له افریقایي اتحادیې یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو او د جرمونو د مسوولانو د محاسبې لپاره ګامونه واخلي.

مالي د جهادي ډلو له فشار سره مخ ده چې په پرلپسې توګه د دولت پر ځواکونو بریدونه کوي او په تېرو میاشتو کې یې پر سون توکو د بندیز له لارې د یادو توکو د رسولو لړۍ مختل کړې ده.

د مالي د بهرنیو چارو وزیر دا اونۍ ویلي چې پر پلازمېنې باماکو د جهادي ډلو زر کنټرول ناشونی دی.

نور خبرونه

رادیو