د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې هېواد یې غواړي د ابراهیم تړون یوه برخه وي، خو مخکې له دې باید د فلسطین خپلواک حکومت جوړ شي.
د سعودي عربستان وليعهد له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې هېواد یې غواړي د هغو تړونونو یوه برخه وي چې له اسراییل سره اړیکې عادي کوي، خو په عین حال کې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حل لارو روښانه لار په پام کې نیول شوې ده.
هغه د منځني ختیځ د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ باور لرو چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې درلودل یوه مثبته خبره ده او غواړو د دغه تړون یوه برخه واوسو. همدارنګه، موږ غواړو د دواړو هېوادونو ترمنځ د حل لارو عملي کېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.»
محمد بن سلمان څرګنده کړه، چې نن د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ سره هوکړې ته ورسېدل، څو پر دغې مسلې کار وکړي او ژر تر ژره د عملي کېدو لپاره شرایط برابر کړي.
همدارنګه، دونالد ټرمپ هم اعلان وکړ چې د ابراهیم تړون په اړه د سعودي عربستان له ولیعهد سره د خبرو اترو په پایله کې یې مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

