د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو یوه سازمان راپور ورکړی، چې ایران د دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام کړي دي. په راپور کې ویل شوي، چې د ایران قضايي ادارې دغه دوه افغانان له وړاندې د «نشهيي توکو د تړاو» په تور په اعدام محکوم کړي وو.
دغه دوه افغان بندیان د سې شنبې په سهار (د لړم ۲۷مه) د شمالي خراسان په اسفراین زندان کې اعدام شوي دي. د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
له دې سره، شپږ ایرانیان هم د بیرجند، بوجنورد، دورود، ملایر او شېراز په زندانونو کې د بېلابېلو تورونو پر اساس اعدام شوي دي.
تر اوسه د ایران او د طالبانو چارواکو د دې اعدامونو په اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي او دا هم لا روښانه نه ده، چې اعدام شویو کسانو مدافع وکیل ته لاسرسی درلود او که نه.
د ایران د بشري حقونو سامان (د لړم ۱۶مه) په خپل میاشتنې راپور کې ویلي و، چې تېر اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۱۷ کسان اعدام شوي دي.
د یاد سازمان د موندنو له مخې، په دغه هېواد کې په هرو درېیو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان په راپور کې ویل شوي، چې اعدام شویو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۶ ښځې، ۸ بلوڅان، ۸ کُردان او ۱۱ عربان هم شامل وو.

