د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په امنیت شورا کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې«لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کېږي.» د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلو ډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي.
امنه محمد د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) امنیت شورا ته وویل، جګړه یوازې تاسیسات نهورانوي، بلکې خلکو ته د خوړو د برابرولو وړتیا هم لهمنځه وړي او دا د سلګونو میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړې زیاته کړه چې وسلهوالو جګړو د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې د خوړو ناامني جدي کړې او تېر کال نږدې ۲۹۵ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو، چې دا د وړم کال پرتله ۱۴ میلیونه زیات دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلوډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي. په وروستي یوه کال کې له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو په بېرته ستنېدو، د نړۍوالو د مرستو په کمېدو او پر ښځو د محدودیتونو په لګول کېدو سره په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې جدي کړی دی.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکی ايندريکا راتوته تېره اونۍ (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د طالبانو د رييس الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام راپور کاږي، دمګړۍ له هرو لسو کورنیو نهه هغه یې مجبور دي چې د ډوډۍ له یوه وخت څخه تېر شي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپل کور وسایل پلوري او یا هم له نورو پور کوي.
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام بیا ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره زیاتوي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې امنه محمد همداراز وویل:«چیرې چې خلک وږي وي، هلته سوله نهشي ټینګېدای او چیرې چې لوږه جګړې ته لمن وهي، هلته امنیت نه شي راتللی.»
هغې زیاته کړه: «موږ لا هم په وسلو پانګونه کوو، نه د لوږې په پای ته رسولو.»
هغې په پای کې وویل چې د لوږې او جګړې اړیکه د بشریت لپاره یو هستوي ګواښ دی او نړۍ باید اجازه ورنهکړي چې خواړه بیا د جګړې په وسیله بدل شي.

