متقي: ځینې هېوادونه د نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوالو سره غیرانساني برخورد کوي

پرون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي، ځینې هېوادونه د نړۍوالو اصولو خلاف له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کوي. هغه وایي، د افغان کډوالو د بشري حقونو خونديتوب د نړۍوالې ټولنې بېړنۍ مداخلې ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار وکړ، ځینې هېوادونه داسې مهال په سوړ ژمي کې کډوال له خپلو کورونو بې‌ځایه کوي چې پر مخ یې افغانستان ته د ستنېدو لارې بندې دي. د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي: «د طالبانو حکومت په مهمو برخو کې سخت کار ته اړ دی، له دې جملې د افغان کډوالو راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو اغېزو سره مبارزه، د بې‌روزګارۍ او فقر کمول، د روږدو کسانو درملنه او بزګرانو ته بدیل معشیت برابرول شامل دي.»

متقي زیاته کړه، «زموږ حکومت ټولې ننګونې په ښه توګه مدیریت کړې دي؛ خو کافي نړۍوالې مرستې نه‌دي رسېدلې او ځینې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره تړل کېږي، چې د مرستې او همکارۍ پروسې ته زیان رسوي.»

هغه ټینګار وکړ، د طالبانو پالیسي دا ده چې بشري مرستې باید له سیاست سره ونه تړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نړۍوالو غونډو کې د خپلې ډلې د استازیتوب په اړه وویل: «په تازه پېښه کې د چاپېریال ساتنې ۳۰مه غونډه کې طالبانو ته د ګډون اجازه ورنه‌کړل شوه، همدا ډول، افغان کډوال د ځینو هېوادونو له غیرانساني رویو سره مخ دي. د ژمي په دې یخو شپو کې کورونو پرېښودلو ته اړ کېږي؛ خو افغانستان ته د راوښتو دروازه هم ورته بنده وي او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.»

متقي په څرګنده توګه وویل، «ایا دا د کډوالو د نړۍوالو اصولو خلاف نه‌دی؟ ایا د ښځو، ماشومانو او د سپین ږېرو د حقونو بې‌عدالتي نده؟ موږ غوښتنه کوو، چې نړۍوالې ادارې په عاجل ډول د بشري مرستو د لاسرسي، کډوالو د ساتنې او د وعدو د عملي کېدو تضمین وکړي.»

که څه هم ښاغلي متقي په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستی؛ خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو کړکېچنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیونې او ځورونې زور اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو