ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې محمد بن سلمان ته هرکلی ووایه

۱۱ ساعتونه مخکې

د سعودي عربستان شاهزی محمد بن سلمان نن د سې شنبې په ورځ متحده ایالاتو ته لاړ او ډونالډ ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایه. تمه کیږي چې په دغه سفر کې د ایف ۳۵ امریکايي الوتکو د پېرلو، دوه اړخیزو اړیکو، د سودان پر موضوع او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشي.

له هرکلي وروسته ټرمپ او محمد بن سلمان په یوه دوه اړخیزه ناسته کې برخه واخېسته.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه سفر د ټرمپ په رسمي بلنه شوی او هدف یې د مصنوعي ځیرکتیا، سوله‌ییزې اتومي انرژۍ، ټېکنالوژۍ او امنیتي همکاریو پراختیا ده.

ټرمپ به په دې لیدنه کې د سعودي هغه ۶۰۰ میلیارده ډالري پانګونه تعقیب کړي چې په می میاشت کې د نوموړي د ریاض سفر پر مهال اعلان شوې وه. دا له ۲۰۱۸ کال وروسته امریکا ته د بن‌سلمان لومړی سفر دی.

سعودي د سیمې د کړکېچونو له امله له واشنګټن څخه د امنیتي تضمین ترلاسه کولو هڅه کوي، خو امریکا دا موضوع له اسراییل سره د ریاض د اړیکو عادي کولو پورې تړلې ده. ریاض د اړیکو عادي کول د فلسطین لپاره د خپلواک دولت په تضمین پورې تړي.

د واشنګټن د یوه پخواني منځګړي د اټکل له مخې، کیدای شي داسې یو فرمان صادر شي چې امریکا او سعودي دې د هر ډول ګواښ پر مهال سملاسي له یو بل سره مشوره وکړي، پرته له دې چې امریکا د فعالې دفاع ژمنه وکړي.

سعودي په ورته وخت کې د « ۲۰۳۰ لرلید» له مخې د اتومي انرژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د ټېکنالوژیو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. له امریکا نه د پرمختللو چیپونو او ټېکنالوژۍ ترلاسه کول حیاتي بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو