جاپان په چین کې خپلو وګړو ته د «ډېر احتیاط» خبرداری ورکړی

۱۴ ساعتونه مخکې

جاپان په چین کې خپلو وګړو ته د ډېر احتیاط خبرداری ورکړی، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تایوان په تړاو د جاپانۍ صدراعظمې له څرګندونو وروسته اړیکې ترینګلې شوې دي. د جاپان صدراعظمې تاکایچي ویلي چې که پر تایوان د چین برید د توکیو امنیت وګواښي، نو پوځي غبرګون ممکن دی.

دغو څرګندونو د توکیو او بیجنګ ترمنځ د کلونو تر ټولو ستر دیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی.

د جاپاني او چینايي چارواکو تر منځ تازه خبرې بې‌پایلې وې او بیجینګ غوښتنه کړې چې تاکایچي دې خپلې څرګندونې بېرته واخلي، خو توکیو دا نه مني.

چینایي دولتي رسنیو او ډیپلوماتانو تاکایچي سخته په نښه کړې ده، او جاپان وایي چې د چین منفي تبلیغاتو له امله خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کوي. جاپاني اتباعو ته ویل شوي چې له ګڼه‌ګوڼې لرې او یوازې سفر ونه کړي.

له بلې خوا، چین خپلو وګړو ته جاپان ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې، چې دا کار د جاپان پر اقتصاد اغېز کولی شي.

چینایي هوايي شرکتونو د جاپان پر لور سفرونو کې اسانتیاوې لغوه کړې، او په چین کې د جاپاني فلمونو نندارې هم ځنډول شوې دي.

امریکا یو ځل بیا ویلي چې د جاپان دفاع ته ژمنه ده.

نور خبرونه

رادیو