د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او په پاکستان او افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
عباس عراقچي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت پر اړتیا ټینګار کړی.
د ایراني رسنیو د راپورنو پر بنسټ، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره د مشورو پیاوړتیا د عراقچي او متقي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو بله موضوع وه.
امیر خان متقي د ایران د ډېپلوماتیکو هڅو ستاینه او په سیمه ییزه کچه یې د مشورو هرکلی کړی دی.
دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د "سیمه ییزې ناستې" د جوړولو هڅې اعلان کړې.
عباس عراقچي وویل: «په دې وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره کار کوو. موږ ټیلیفوني اړیکې ټینګې دي او هیله لرو چې د پام وړ پایلې ترلاسه کړو.»

