د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د افغان شیعه ګانو د عالي کمېسیون له پلاوي سره په کتنه کې وویل، بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي، خو د دغو کړیو په تړاو يې نور جزییات نه دي ورکړي.
محمد خالد حنفي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د شیعه ګانو عالي کمېسیون له دغه ۱۴ کسیز پلاوي سره په کتنه کې زیاته کړه: «بهرنیو کړیو تل هڅه کړې څو د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راوپاروي، خو موږ باید د هغوی پر وړاندې په کلکه ودرېږو او د اسلامي نظام ريښتينی انځور تر ټولې نړۍ ورسوو.»
حنفي په ډاګه کړه، که څوک له کوم طالب مسوول څخه شکایت لري، نو کولی شي په زغرده دغه وزارت ته شکایت وکړي او په وینا یې ورته به رسېدنه وشي.
هغه له یاد پلاوي د همکارۍ له غوښتنې سربېره زیاته کړه: «اوس یې وخت رارسېدلی څو یو موټی شو او ټولنه کې شته ناخوالې له منځه یوسو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د راپورونو لهمخې،په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د مذهبي لږکیو حقونه په بېسارې توګه نقض شوي او ان هغوی ته د ځانګړو ورځو د نمانځلو اجازه نهورکول کېږي.
څه موده مخکې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب لارویان هم د خپل مذهب پریښودلو ته اړ کړي وو.

