امرالله صالح: د طالبانو تحریف شوي شریعت د ښځو رول تر خیرات غوښتو پورې محدود کړی

۴ ورځې مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي امرالله صالح د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو د سرغړونې په اړه سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو تحریف شوي شریعت د ښځو اصلي رول په خیرات اخیستو پورې محدود کړی دی.

صالح په اېکس پاڼه لیکلي چې، د طالبانو د شریعت تفسیر یوازې د ښځو حقونه محدودوي او هغوی د ټولنې فعال غړي نه ګڼي. نوموړي ویلي، «یوازې هغه څوک چې عزت نه لري کولای شي دا وضعیت توجیه کړي.»

صالح په ایکس د رزغون بهیر یو پوسټ ریپوسټ کړی چې د طالبانو د دوو ژبو اعلامیو سره تړاو لري: «په فارسي ژبه یې ویل شوي چې د ښځو اصلي او شرعي ځای تثبیت شوی او په پښتو ژبه ویل شوي چې د ښځو ځای «خوندی» شوی دی».

صالح دا څرګندونې د «جهالت دویمه څپه» بولي او ټینګار کوي چې د ښځو د حقونو محدودول د نړۍوالو اصولو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. دا څرګندونې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو په نښه کوي، چې په وروستیو کلونو کې یې د ښوونې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې د دوی لاسرسی تر ډېره محدوده کړی دی.

نور خبرونه

رادیو