طالبانو په کندهار کې د خپلې تېرې جګړې ځیني پېښې مستند کړې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کندهار کې یې د تېرې جګړې اړوند ځینو پېښو د عیني شاهدانو خبرې مستند کړي ترڅو یې راتلونکو نسلونو ته وسپاري.

وزارت په اعلامیه کې لیکلی، چې د کندهار د زندان هغه تونل یې هم مستند کړ، چې ورڅخه ددې ډلې ۵۴۱ تنه نظامي بندیان ژوندي وتلي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددې ډلې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست د سمعي او بصري چارو ریاست پلاوي په دې وروستیو کې کندهار ولايت ته د مستندونو د جوړولو په موخه سفر کړی و.

طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې سفر کې هغه پېښې هم مستند شوي، چې د کندهار په تاریخ کې داسې شپې هم شته، چې د یوه کلي ۶۳ تنه غړي د بهرنیو ځواکونو په ړندې بمبارۍ کې وژل شوي دي.

طالبان په داسې حال کې دا پېښې مستند کوي، چې د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو پر اساس دې ډلې په تېر شل کلنې جګړو پرمهال په ځانمرګي بریدونو،د سرک ماین چاودنو او موټر بمونو کې زیات شمیر بې ګناه افغانان وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو