د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراني رسنۍ «صدا او سیما» سره په مرکه کې ویلي، چې فارسي «دري» او پښتو ژبې د طالبانو لپاره مساوي ارزښت لري او ترمنځ یې توپیر نه کوي.
مجاهد ویلي:« فارسي زموږ ژبه ده. په افغانستان کې دوې ژبې لرو، چې پښتو او دري دي.»
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو لپاره دري او فارسي یو شان ژبه ده. نوموړي زیاته کړې:«موږ په دري باندي له لکه فارسي داسې خبرو کوو. خو دواړې ژبې موږ ته مساوي ارزښت لري.»
نوموړي ویلي، په هغه سیمو کې چې اکثریت په فارسي خبرې کوي، هلته تدریس هم په دري ژبه کېږي او موږ د کومې ژبې سره کوم تعصب نه لرو.
دا څرګدونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلنونو کې د هېواد په کچه د لسګونو دولتي دفترونو له لوحو څخه د فارسي – دري کلمې لرې کړې دي.
څو ورځې وړاندې طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې توري حذف کړي وو چې د ډیرې علمي، کلتوري او سیاسي اشخاصو غصه یې راپارولې وه.

