د طالبانو د پاسپورټ ریاست مشر عبدالکریم حسیب ویلي چې د پاسپورټونو وېش په ټول هېواد کې عادي شوی او اوس هره ورځ تر دوه نیم زرو پورې پاسپورټونه خلکو ته ورکول کېږي. هغه وایي، د بېړنیو ناروغانو او د ډېر عمر لرونکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، عادي غوښتونکي کولای شي خپل پاسپورټ په دوو ورځو کې ترلاسه کړي، خو د ناروغانو، مشرانو او لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لهپاره دا چاره لا چټکه شوې ده.
مولوي حسیب وایي: «هېوادوال عادي پاسپورټونه په دوه ورځو کې ترلاسه کوي، خو که ناروغان وي، مشران وي او یا د لرې نه راغلي وي، موږ په یو ساعت کې یا په یوه ورځ کې پاسپورټ ورکوو، حتا د ناروغانو لپاره موږ موټر ته بایومیټریک سیسټم وروړو».
هغه زیاتوي چې د پخوا پرتله اوس د پاسپورټ وېش پروسه منظمه شوې او خلک په اسانۍ خپل اسناد ترلاسه کوي. د ده په خبره: «په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاستونه فعال دي او موږ په ټوله افغانستان کې هره ورځ دوه نیم زره پورې پاسپورټونه ویشو».
نوموی وایي چې افغانان پرته له له ستونزو او په ارامۍ کولی شې چې پاسپورټ په لنډه موده کې ترلاسه کړي.

