نور رحمان اخلاقي: د هبت‌الله وروستۍ څرګندونې له سپکاويو پرته بل څه نه‌لري

۴ ورځې مخکې

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغه څرګندونو له سپکاویو او درواغو پرته بل څه نه‌درلودل.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پرته له دې چې کوم هېواد یا کس مشخص کړي ویلي: «یوه ورځ د عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوئ، بله ورځ بیا پر بې‌ګناه او بې دفاع خلکو بمبارکوئ او خلک وژنۍ. لکه څنګه چې اوس په فلسطین کې بې‌ګناه خلک وژنۍ.» هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «په کوم جرم دا خلک وژنۍ؟ دوی څه کړي؟ اې ظالم، اې بدماشه!»

هغه ویلي په افغانستان کې د الهي حقونو عملي کولو ته د بشري حقونو نقض ویل کیږي.

نور رحمان اخلاقيد جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، د فلسطین خلک سره له دې چې له کلونو راهیسې تر ظلم او ستم لاندې شپې او ورځې تېروي، خو بیا هم د ازادۍ، سیاسي تنوع، د ښځو د حقونو او د وګړیو د مدني حقونو درناوی کوي.

د هبت‌الله دغه څرګندوې په داسې حال کې دي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په تړاو د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د هغه او د هغه د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

نور خبرونه

رادیو