د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي، د پاکستان امنیتي او سیاسي جوړښت له لسګونو کلونو راهیسې زرګونه افغان کډوال ماشومان روزلي، خو اوس په ناڅاپي ډول هماغه خپلې روزل شوې ملېشې «د هند د استخباراتو ډلې» ګڼي. هغه وايي، دا روایت له واقعيیت سره تړاو نه لري.
فضل محمود فضلي شنبه د (لړم ۲۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې د دغه هېواد نظامیانو د افغان کډوالو د بد وضعیت څخه ګټه پورته کړې، له ۶ تر ۱۸ کلونو پورې ماشومان یې په مدرسو کې روزلي او د سیمې د ستراتیژیکو اهدافو لپاره یې کارولي دي.
فضلي لیکلي:«د ۱۹۷۰مو لسیزو راهیسې د پاکستاني استبلشمنټ له لسګونو زرو افغان کډوالو ماشومانو ناوړه ګټه اخیستې، هغوی یې په مدرسو کې وروزل ترڅو د امریکا او د هغې د متحدینو سټراټیژیک اهداف خوندي کړي او په یوه برخه کې خپلې ګټې هم وساتي».
هغه زیاتوي چې اوس پاکستان د همدغو خپلو روزل شوو عناصرو پر ضد دریږي او هغوی د «RAW ملېشانې» بولي، چې د ده په وینا «هیڅ منطقي معنا نه لري».
فضلي همدا راز لیکي:«یا نو تاسو د افغان طالبانو سره د خپل اختلاف په اړه دروغ وایئ، او یا هم د څلوېښت کلونو لپاره په داسې یوه بې واکه جمهوریت بدل پاتې شوي یاست چې پکې ګواکې د هند استخباراتو ستاسو تر سترګو لاندې دغه ډلې وروزلې او تاسو پرې هېڅ نه پوهېدو».
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح شوې چې په پاکستان کې امنیتي چارواکي د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچوي، خو د افغانستان د پخوانۍ حکومت ګڼ لوړپوړي چارواکي دا دریځ «بې اساسه او د اسلام اباد داخليناکامي» بولي.

