تاجکستان د طالبانو سره د اړیکو د پراختیا لپاره لوړپوړی پلاوی کابل ته استولی

۴ ورځې مخکې

د تاجکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن کابل ته تللی، څو له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه بحثونه وکړي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، تمه ده چې دغه پلاوی له طالبانو سره په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت په اړه هم خبرې وکړي.

په دې پلاوي په کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت، امنیتي ادارو او نورو مهمو بنسټونو استازي شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخول، ګډې پروژې پياوړې کول او سیمه‌ییز تعاملات پیاوړي کول دي.

ټاکل شوې دغه پلاوی له طالبانو سره د همکاریو او ګډو پروژو په اړه مفصل بحثونه وکړي. همدارنګه، تمه ده چې په دوشنبه کې د افغان سفارت د فعالیت او نورو تخنیکي مسایلو په اړه هم خبرې وشي.

یاد اژانس دا سفر د تاجکستان له لوري د تعامل په بدلون تعبیر کړی او وايي چې دواړه هېوادونه غواړي په سیمه‌ییزو چارو کې همغږي او همکارۍ ته وده ورکړي.

نور خبرونه

رادیو