کولمبیا له امریکا سره استخباراتي همکاري وځنډوله

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۱

د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو امر کړی، تر هغې چې امریکا په کارابین سمندر کې پر کښتیو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي؛ د امریکا له استخباراتي ادارو سره دې د همکارۍ او معلوماتو تبادله وځنډول شي.

امریکا لا دمخه د نشه‌یي توکو د ناقانونه سوداګرۍ پر وړاندې د خپل پوځي کمپاین د یوې برخې په توګه څو کښتۍ په نښه کړې او د هغوی سپرلۍ یې وژلې دي. د رویټرز په وینا؛ امریکا په وروستیو میاشتو کې په کارابین کې خپل پوځي حضور پراخ کړی، سیمې ته یې جنګي جېټ الوتکې، جنګي کښتۍ او زرګونه ځواکونه لېږلي دي.

نور خبرونه

رادیو