د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وايي، د «مدرسې او لېسې او د پوهنتون او حجرې» بېلول غربي فکر دی. نورالله نوري ټینګار کوي: «اشغالګر د یوې دسیسې له مخې هڅه کوي په دې برخه کې ګډوډي رامنځته کړي.»
د طالبانو دغه وزیر د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) په کابل کې د ښوونیزو بنسټونو د ۷۱۵ تنو په فراغت غونډه کې د دیني او عصري زده کړو په ترلاسه کولو ټينګار کړی.
نوموړي زیاته کړې: «جهاد یوازې په وسله نه، بلکې په علم، وسایلو او پرمختللو تخنيکونو سره هم تر سره کېږي او ځوانان بايد په همدې برخه کې مخکښ رول ولوبوي.»
نوري ویلي، هغه مهال د فارغو زدهکوونکو قدر کوي چې په مسلکي برخه کې هېواد ته د خدمت مسوولیت ترسره کړي.
د طالبانو د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد بیا له ځوانانو وغوښتل، چې د پردي کلتورونو پر ځای «اسلامي ارزښتونه» عملي کړي.

