طالبانو په غزني کې یو درې کلن ماشوم له انسان تښتونکو ژغورلی دی

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، غزني کې یې ځواکونو هغه درې کلن ماشوم ژغورلی چې تېره شپه د کابل د محمود خان پله له سیمې تښتول شوی او غزني ته انتقال شوی و. طالب چارواکي وایي، په پېښه کې ښکېل یو تورن کس نیول شوی چې د ماشوم د کورنۍ له نږدې کسانو څخه دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د غزني ولایت د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو یې هغه درې کلن ماشوم د تښتونکو له منګولو ژغورلی چې د کابل ښار له پل محمود خان سیمې څخه تېره شپه تښتول شوی و.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یو تن نیول شوی او لومړني معلومات ښيي چې نیول شوی کس د ماشوم د کورنۍ له نږدې اشخاصو څخه دی. خبرپاڼه زیاتوي، یاد کس غوښتل د ماشوم د خوشي کولو په بدل کې «زیاتې نغدې پیسې» ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي، قضیه لا هم تر څېړنو لاندې ده او نیول شوی تن به د عدلي او قضایي بنسټونو سپارښتنې ته وړاندې شي.

نور خبرونه

رادیو