په هلمند کې د یوه کور نړېدو له امله ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي

۱۳ ساعتونه مخکې

د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې د نړېدو له امله د یوې کورنۍ د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) د یادې ولسوالۍ په چېل سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

له دې سره سم، د موسی کلا ولسوالۍ لپاره طالب مسوولینو له یادې کورنۍ سره له خواخوږۍ سربېره یوه اندازه مالي مرسته هم کړې ده.

نور خبرونه

رادیو