پوتین او مودي په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې ټینګار کړی

۷ ساعتونه مخکې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ګډه اعلامیه کې پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف باید قوي مبارزه وشي. دا ګډه اعلامیه د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کرملېن ماڼۍ پر ویب پاڼه خپره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري د افغانستان په اړه د روسیې او هند تر منځ د نږدې همغږۍ هرکلی کوي او د دې همغږۍ په پیاوړتیا کې د «مسکو فورم» رول مهم بولي.

دواړه مشران د نړۍوالو ترهګریزو ډلو پر ضد د روانو هڅو ملاتړ کوي، په تېره د داعش خراسان څانګې او ورسره تړلو نورو ډلو پر ضد د ګډو اقداماتو هرکلی هم کوي. دوی باور څرګند کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه هراړخیزه او اغېزمنه وي.

د روسیې او هند مشرانو پر دې هم ټینګار کړی چې افغان ولس ته باید بې‌درېغه او پر وخت بشري مرستې ورسول شي. ولسمشر پوتین د لیندۍ په ۱۳مه هند ته سفر کړی و او هلته د لومړي وزیر نرېندرا مودي له لوري په تود هرکلي بدرګه شو.

پوتین د خپل سفر نه مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپلې ځانګړې ستونزې لري.
خو هغه دا هم ویلي چې طالبان د افغانستان د امنیتي وضعیت کنټرول په لاس کې لري او د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش پر ضد اقدامات کوي.

نور خبرونه

رادیو