په سویس کې یو نادره الماس په ۲۵ مېلیونه ډالر وپلورل شو

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۱

د «میلون بلو» په نوم یو لس قیراطه نیلي رنګی الماس د سې‌شنبې په ورځ د سویس په جینیوا کې شاوخوا په ۲۵ مېلیونه ډالر وپلورل شو. د میلون بلو الماس د رېچل میلون په نامه د یوې شتمنې امریکایي مېرمنې و، چې په ۲۰۱۴کال کې د نوموړې تر مړینې وروسته په ۳۲.۶ مېلیونه دالر وپلورل شو.

دغه الماس د خپل ځانګړي رنګ او بڼې له امله د نړۍ یو له خورا ګران بیو او مشهورو جواهراتو څخه ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو