د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ اعلان وکړ، چې پولیسو د هغې ډلې په اړه څېړنې پیل کړي چې ګومان کېږي د ترهګریزو بریدونو لپاره یې پلان جوړاوه. د دغو څېړنو په ترڅ کې دوه ځوانان نیول شوي دي. یوې فرانسوۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې هغوی غوښتل پر اسرایيلي اهدافو بریدونه وکړي.
دغه موضوع د فرانس اېنفو فرانسوي رسنۍ د څېړنو اړونده یوې نږدې سرچینې په حواله راپور شوې ده، خو د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ لا تر اوسه نه ده تایید کړې.
د څارنوالۍ په یوه بیان کې ویل شوي، چې په تېر کال کې د فرانسې امنیتي ځواکونو ټولټال ۲۰ تنکي ځوانان د ترهګرۍ اړوند فعالیتونو په تور نیولي دي.

