امریکا کې د سختې واورې ورېدو له امله زرګونه الوتنې لغوه او ځنډول شوې دي

۷ ورځې مخکې

د امریکا په څو ایالاتونو کې د سختو واورو ورېدو له امله په دغه هېواد کې زرګونه الوتنې لغوه او ځنډول شوې دي. د امریکا په څو ایالتونو کې ګڼې ودانۍ، کورونه او سړکونه تر دوه فوټو زیاتې واورې پوښلي دي.

د امریکا شیکاګو ښار د نومبر په میاشت کې د تر ټولو ډېرې واورې ورېدو ریکارډ جوړ کړ، د شیکاګو په هوايي ډګر کې ۸.۴ انچه واوره ورېدلې چې سلګونه الوتنې د خرابې هوا له امله لغوه او ځنډول شوې دي.

له بل پلوه د امریکا د هواپوهنې ادارې هم په امریکا کې روانه اونۍ د سختو ورښتونو او هوا سړېدو اټکل کړی. دغه اداره وایي، چې په پنسلوانیا او نیو جرسي کې هم د واورین توپان اټکل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو