د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، مسکو د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري. هغې خبرداری ورکړ، چې د سولې د روانو خبرو په بهیر کې ټول فشار پر اوکراین واردېږي، په داسې حال کې چې له روسیې هېڅ امتیاز غوښتل شوی نه دی.
کالاس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) پر امریکا د باور او د اروپا د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې روسیه لا هم «تهاجمي چلند» لري او هغه باور لري چې لوېدیځ به ستړی شي.
نوموړې زیاته کړه: «موږ اندېښمن یو چې د جګړې د چټک پای ته رسولو لپاره فشارونه پر ضعیف اړخ واچول شي، ځکه دا اسانه ده، خو هېڅوک پر تېري کوونکي اړخ فشار نه راوړي. موږ نه پوهېږو چې ایا له دوی څخه د کوم امتیاز ورکولو غوښتنه شوې او که نه.»

