په مالیزیا کې د طالیانو سفیر نقیبالله احمدي ددې هېواد بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا ریاست له رييس خیرالنذرین عبدالرحمن سره کتلي.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانگونې د شته فرصتونو ترڅنګ افغان سوداگرو ته د ویزو پر اسانتیاوو هم خبرې شوي.
په مالیزیا کې د طالبانو سفارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دواړو لورو د اړيکو او سوداګرۍ پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې او په دې برخه کې يې د مثبتو پرمختګونو هیله څرګنده کړه.

