د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ

۳ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، په دغه ولایت کې د دوی د افغان پوسټ ادارې له لوري خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نویو پاسپورټونو تر کوره رسولو لړۍ پیل شوې ده. دوی وایي، له دې چارې سره به له خنډ او ځنډ پرته د پاسپورټ غوښتونکو ستونزې حل شي.

یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان پوسټ تر کوره د پاسپورټونو رسولو لګښت به یوازې «سل افغانۍ» وي او اختیاري بڼه لري. د‌ طالبانو د پاسپورټ ریاست رییس عبدالکریم حسیب په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: «دغه نوښت چټک، اصولي او قانوني دی».

د طالبانو د افغان پوسټ عمومي مشر رحمت الله مکي وایي، چې په ټول هېواد کې «۳۶۴پوسته خانې» لري او د کورونو منظم ادرسونه هم ورسره ثبت دي. د هغه په خبره؛ له همدې امله به تر کورونو د دوی د پاسپورټ رسونې دغه بهیر بریالی شي.

طالبانو همدا راز ډاډ څرګند کړی، چې تر کورونو د پاسپورټونو او نورو اسنادو رسونه خوندي او محرمه ده. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم د اسان خدمت په نوم ادارې او افغان پوسټ ورته خدمتونه په کابل کې پیل کړي وو؛ خو یوازې محدودې سیمې یې تر پوښښ لاندې وې او د پراختیا په حال کې و.

له دې سره، سره د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ اخیستلو بهیر هم له کړاوونو ډک و او سلګونه زره کسان اړ شوي، چې له قانوني پیسو پرته یې د ترلاسه کولو لپاره رشوتونه هم ورکړي. د طالبانو دننه کړیو هم په یاده اداره کې پراخ اداري فساد تایید کړی او ان څو، څو ځلې یې ځینې کمېشنکاران هم نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو