د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د سلطان شهابالدین غوري مقبره او د سردار لرغونې غونډۍ د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د مقبرې او غونډۍ بیارغونه د طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو جوړښتونو د ترمیم لپاره ترسره کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه پروژې ټولې چارې به د ۲ مېلیونه او ۳۰۰زره افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

