د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې ښوونځیو کې یې د افغان کډوالو زدهکوونکو د نوملیکنې ستونزه اواره کړې ده. ویل شوي د نوې تګلارې له مخې؛ هغه زدهکوونکي چې د سرشمېرنې پاڼه ولري یا یې پخوا ایران کې زدهکړې کړې وي، ښوونځیو کې نوملیکنه کولای شي.
د خراسان رضوي د پوهنې رياست د وګړو چارو مسوول سيد مهدي حسيني ويلي، چې د هغو کډوالو زدهکوونکو د نومليکنې ستونزه چې د سرشمېرنې پاڼه لري يا له زدهکړو پاتې دي، حل شوې ده. حسيني د ایران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز د يوه رسمي ليک له مخې څرګنده کړې، د هغو کډوالو زدهکوونکو نومليکنه ستونزه نهلري چې د ياد شوي ليک درې شرطونه پوره کړي.
د دې لارښود له مخې؛ زدهکوونکي بايد په تېر ښوونیز کال کې د هېواد په يوه ښوونځي کې نومليکنه او زدهکړه کړې وي او همدا راز د زدهکوونکي د کورنۍ لږ تر لږه يو غړی (خور يا ورور) بايد په روان کال کې نومليکنه کړې وي. په دې شرطونو کې درېیم یې دا دی، چې زدهکوونکي بايد د سرشمېرنې پاڼه ولري او د فراجا له ادارې څخه یې د لنډمهالي اقامت سند ترلاسه کړی وي.
په ليک کې په ټینګار سره د ښوونځيو مديرانو ته سپارښتنه شوې، چې په چټک ډول د دغه زدهکوونکو د نومليکنې او زدهکړو زمينه برابره کړي. حسيني وويل، چې دغه حکم د ټولو ښوونځيو مديرانو ته لېږل شوی دی. د ده په وينا؛ د دغو زدهکوونکو د مور او پلار دنده ده، چې ژر تر ژره د وګړو چارو مديريت ته ولاړ شي، د لنډمهاله اقامت پېژندپاڼه او د زدهکړې رسمي پېژند پاڼې ترلاسه کړي.
نوموړي له کډوالو کورنيو وغوښتل، چې د خپل استوګنځي تر ټولو نږدې ښوونځي ته ولاړ شي او زياته يې کړه چې د ښوونيز کال له پيل څخه له يوې مياشتې زيات وخت تېر شوی او ښايي ځينې ښوونځي نور تش ځایونه ونه لري. هغه وويل، که د نومليکنې پر مهال له ستونزې سره مخ شي؛ نو کورنۍ دې د پوهنې اړوندې ادارې يا د سيمې د «فعاليت د ارزونې مديريت» ته مراجعه وکړي.
د ایران خراسان رضوي د وګړو چارو مسوول وويل، چې د زدهکوونکو نومليکنه لومړيتوب لري او کورنۍ تر يوې مياشتې وخت لري؛ څو خپل اسناد بشپړ کړي. له دې وړاندې د تهران د پوهنې رياست د عامه اړيکو دفتر هم ښوونځيو ته د بهرنيو زدهکوونکو د نومليکنې د تګلارې د اصلاح خبر ورکړی و.
په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د دوی د اولادونو د شاملولو مساله ده. په دواړو هېوادونو کې ډېری وخت ان افغان ماشومان د ښوونکو او ښوونځیو د ادارو له لوري له تبعیضي چلند او رواني شکنجې سره هم مخ شوي دي.

