په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو رییس محمد یاسین حقپرست وایي، په دغه ولایت کې یې پر «سودي معاملاتو» بندیز لګولی دی. هغه وایي، په دې تړاو یې ننګرهار کې له سوداګرو او کاروباریانو سره اصلاحي ناستې هم کړې دي.
نوموړي وویل: «سوداګر او عام ولس مو له دې خبر کړل، چې سودي معاملات کول یا رباع د اسلام مبارک دین خلاف او ناروا عمل دی. همدارنګه په ټولنه کې ورورلي، باور او اقتصادي سلامتیا ته خطرناک او زیانونه رامنځته کوي».
د طالبانو دغه چارواکي ننګرهار کې کاروباریانو او عامو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې له هر ډول سودي معاملاتو نه ډډه وکړي. د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت پر اېکس پاڼه د پکتیا پوهنتون د اقتصادي پوهنځي رییس پوهنیار عبدالله حبیبي غږ هم خپور کړی، چې پهکې یې د سودي معاملاتو پر زیانونو خبرې کړې دي.
د هغه په وینا: «سودي معاملات د عاید او شتمنۍ د غیر عادلانه وېش یوه لویه منبعه ده او له لارې د ټولنې شتمن وګړي نور هم شتمن کېږي او بېوزله وګړي نور هم فقیر پاتې کېږي. د سود نشتوالي له کبله بازار کې مستقیمه پانګونه زیاتېږي، حسنه پور ورکوونه هم ورسره زیاتېږي».
د راپورونو له مخې؛ د هېواد په صرافیو کې د «سودي معاملاتو» مسایل ډېر دي او له کبله یې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. همدا راز په موټر پلورنځیو کې هم دغه مسله د اندېښنې وړ بلل شوې او ډېر کله اړمن کسان اړ کېږي، چې له اصلي بیو په لوړو بیو د «نېټو په نوم» د اوږد مهال لپاره موټرونه واخلي.

