د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړلکېدو وروسته، د افغانستان صادرات له بدیلو لارو روان دي.
د یاد وزارت ویاند وايي، چې دا مهال د چابهار بندر له لارې عربي هېوادونو او هند ته د افغانستان مېوې او کورني تولیدات صادرېږي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند د دې ډلې اړوند امید راډيو ته ویلي، چې پر چابهار سربېره د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارو هم د منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو صادرات روان دي.
عبدالسلام جواد همداراز ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر بېلابېلو هېوادونو ته د سفرونو پرمهال هڅې پیل کړې، چې د افغانستان صادراتو ته نوي نړیوال بازارونه پیدا کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله پاکستاني لوري له افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي، چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده زیانونه اوښتي.
پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت یوځل بیا د سوداګرۍ لپاره ددغه بندر په تړاو د افغان سوداګرو هیلې غوړولې دي.
متحده ایالاتو په همدې میاشت کې له بندیزونو د چابهار بندر شپږمیاشتنی معافیت اعلان کړی دی.

