طالبانو ته د اقلیمي بدلون په ۳۰مه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په دېرشمه غونډه(COP-30) کې چې په برازیل کې کېږي، بلنه نه ده ورکړې.

یاده اداره وايي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو زیانونو سره مخ دی.

د طالبانو تر واک لاندې چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبه، د لړم ۱۸ مه وویل، اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده چې تر ټولو زیات اغیز یې د افغانستان په څېر پر کمزورو کم وده هېوادونو پرېوځي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو چاپیریال ساتنې ملي ادارې له ملي او نړیوالو موسسو او اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، د افغانستان د پلاوي د ګډون لپاره د یوه همغږي میکانیزم د رامنځته کولو او د لار نقشې د جوړولو په برخه کې بشپړ چمتووالی درلود، خو د افغانستان خلکو ته په دې کنفرانس کې د ګډون حق نه ورکول د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او بشري پیوستون خلاف عمل دی.

یادې ادارې ویلي، چې په دغه نړیوال کنفرانس کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د خلکو د متاثره کېدو، د افغانانو چاپیریالي حقونو ته د پاملرنې او له نړیوالو مالي مرستو څخه د افغانانو د محرومیت غږ پورته کولو هوډ یې درلود.

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له منفي اغیزو څخه زیات متاثره شوی دی.اعلامیه زیاتوي، « زموږ خلک له وچکالۍ، سیلابونو، د یخچالونو ویلي کېدو، ځمک ښوییدنې، د کرنیزو محصولاتو کمښت، د ژوند بڼو له منځه تلو او د اقلیمي بدلون له امله له جبري کډوالۍ سره مخ دي».

طالبانو په دغه کنفرانس کې داسې مهال د ګډون برخه نه ده ورکړل شوې، چې د سوریې لنډمهالي ولسمشر ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو