تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۹۹۵۲ تنه کډوال افغانستان ته راستانه شوي

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون ویلي، چې تېره ورځ ۹۶۹۴ تنه افغان کډوال د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه ۹۹۵۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد کمیسیون نن د شنبې په ورځ، د لړم ۱۷مه ویلي، چې تېره ورځ ۱۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۸۴ تنو ته رسېږي، د سپین بولدک له لارې، ۴۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۰۶ تنه د تورخم له لارې او ۱۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰۴ تنه د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون د معلوماتو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۱ تنه و د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۷ تنه وو له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د راستانه شویو کډوالو له ډلې یو شمېر یې په لنډمهالو پنډغالو کې ځای پر ځای شوي او شمېر یې کندهار، هرات، لوګر، زابل، غزني، پکتیکا، فراه، هلمند، نیمروز، کابل، کونړ، ننګرهار، لغمان، فاریاب، خوست، لوګر، کندوز، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک شوی.

په ورته مهال په استابول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د بې پایلو مذاکراتو له پای ته رسیدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو