بغلان کې د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني ویلي، خبریالان باید خپل راپورونه د واقعیت پر بنسټ چمتو کړي او له ناسمو معلوماتو خپرولو دې ډډه وکړي. نوموړي دا څرګندونې د خپلې ډلې د ځايي ویاندویانو او خبریالانو د همغږۍ او ظرفیت لوړولو په موخه په پلخمري ښار کې جوړ شوي سیمینار ته کړي.
مولوي عبدالرحمن حقاني په دغه سیمینار کې د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو ستایلي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او رسنیو ترمنځ همکاري د شفافو او دقیقو راپورونو د چمتو کولو لپاره اړینه ده.
د دغه ولایت د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د رسنیو له استازو ته وویل: «رسنۍ د اسلامي نظام بنسټیز رکن دی، د بغلان له فتحې وروسته هېڅ رسنۍ نه ده تړل شوې او هېڅ خبریال ته ګواښ نه دی پیښ شوی.»
په دغه سیمینار کې د بغلان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد انصارالله عمري د رسنیو د ټولنیز رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، رسنۍ نه یوازې د خبر رسونې وسیله ده، بلکې د فرهنګي ودې، ښوونې او ټولنیزو ارزښتونو په پیاوړتیا کې هم مهمه ونډه لري.
ګډونوالو او سیمهییزو خبریالانو په دغه سمینار کېله طالبانو غوښتنه وکړه چې له رسنیو سره همکاري زیاته کړي او معلومات پر وخت شریک کړي.

