امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی

۵ ساعتونه مخکې

یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، د ایران سپاه پاسداران تېر کال هڅه کړې وه، چې په مکسیکو کې د اسراییل سفیره عینات کرانز نایګر ووژني، خو دا پلان شنډ شوی او اوس داسې ګواښ نه‌شته.

وروسته بیا د مکسیکو حکومت اعلان وکړ چې د اسراییل د سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه یې معلومات نه‌لرل.

دغه امریکایي چارواکی، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي د یادې دسیسې فعالیت د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې روان و.

هغه رویټرز ته ویلي: «دا پلان مهار شوی او اوس هېڅ فعال ګواښ نه‌شته.»

ایران لاتر اوسه د دغې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو