مسکو د پاکستان د انګلیسي ژبې د یوې ورځپاڼې د روسيې ضد مقالو په اړه غبرګون ښودلی

۷ ساعتونه مخکې

اسلام‌اباد کې د روسیې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د انګلیسي ژبې ورځپاڼې فرنټیر پوست د پرله‌پسې روسي ضد مقالو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. اعلامیه کاږي، داسې ښکاري چې دغه ورځپاڼه اصلاً پاکستانۍ نه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ورځپاڼه په رښتیني ډول «پاکستانۍ» نه شي بلل کېدای، ځکه چې د نړۍوالو خبرونو دفتر یې واشنګټن کې دی او د «امریکایي ټیم» له‌خوا اداره کېږي، چې تل هغو لیکوالو ته لومړیتوب ورکوي چې د روسیې د بهرني سیاست او د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې منفي دریځ لري.

د روسیې سفارت ټینګار کړی چې د یادې ورځپاڼې د نړۍوالو خبرونو برخه له اوږدې مودې راهیسې هېڅ داسې مقاله نه ده خپره کړې چې روسیه پکې مثبت یا هم بې طرفه یاده شوې وي.

د بیان ازادۍ د درناوي تر څنګ، سفارت لیکلي چې د لوېدیځو پروپاګندا تکرار او د بدیلو لیدلورو نشتوالی ښيي چې د ادارې تګلاره د روسي ضد سیاسي اجنډا تر اغېزو لاندې ده.

سفارت همداراز پر فرنټیر پوست نیوکه کړې چې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۷مه د مسکو فارمټ غونډه یې له پامه وغورځوله، سره له دې چې دغه غونډه په سیمه‌ییزو رسنیو کې پراخ پوښښ درلود. اعلامیه کاږي، دا بې‌پامي د لوېدیځ‌پاله چلند او د پاکستان د سیمه‌ییزو هڅو د نه درناوي څرګندونه کوي.

د روسیې د سفارت په وینا، یادې ورځپاڼې د لوېدیځو رسنیو په څېر د روسیې اقتصاد د کمزوري ښودلو، د لویدیځ پوځ د غوره والي او د بندیزونو د اغېزو په تړاو پروپاګند کوي، خو په حقیقت کې، د روسیې اقتصاد له بې‌ساري نړۍوالو فشارونو او بندیزونو سره سره په ثبات او پرمختګ کې روان دی.

د سفارت د اعلامیې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې ناخالص کورنی تولید ۴،۱ سلنه زیات شوی، د تولیدي صنعت وده تر ۸،۵ سلنې رسېدلې او د بې‌کارۍ کچه یوازې ۲،۵ سلنه ده.

د اعلامیې له‌مخې، دا شمېرې ښيي چې د روسیې اقتصاد د سقوط په حال کې نه دی، بلکې د دوامدارې ودې پر لور روان دی.

سفارت همدارنګه زیاته کړې، د روسیې د اوږده واټن کروز توغندي «بوریوېسټنیک» او د بې‌پیلوټه سمندري وسایطو «پوسایډون» بریالۍ ازموینې په څرګند ډول دا ښيي چې د لوېدیځ د پوځ د غوره والي ادعا بې بنسټه ده.

په پای کې، د روسیې سفارت د پاکستان له خلکو غوښتي چې خپل معلومات له بېلابېلو سرچینو ترلاسه کړي او د هغو رسنیو پر راپورونو باور ونه کړي چې د بهرنیو تمویلوونکو د اجنډاوو خدمت کوي.

د یادونې وړ ده، چې یادې پاکستانۍ ورځپاڼې او په ټوله کې اسلام اباد لاتر اوسه د مسکو د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو