اکرامالله مسید په خوست کې د طالبانو امنیتي ادارو ته له اجازې او تلاشۍ پرته ننوځي. کله چې دفتر ته ور ننوځي، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو ماموران په موسکا یو بل ته وايي: « د بوټو قاتل راغی». د ده موټر هیڅکله د تېلو ټانک ته نه درېږي، ځکه ټانکۍ یې د طالبانو په امر هر وخت ډکه وي.
د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر پر۲۷مه، د ټي ټي پي پخواني مشر بیتالله مسید د پاکستان د راولپنډۍ ښار لیاقت باغ ته دوه ځانمرګي بریدګر واستول ، چې یوپکې اکرامالله مسید و.
د پاکستان د خلکو ګوند پخوانۍ مشرې بې نظیر بوټو دلته د خلکو یوې سترې غونډې ته وینا کوله. بلال چې تورې عینکې پر سترګو وې، د بوټو د زغرهوال موټر کیڼ لوري ته ورنږدې شو، تومانچه یې راوایسته او درې چټکې مرمۍ یې فیر کړې او وروسته یې ځان والوزاوه. په څو ثانیو کې د بوټو سپین ټکری په وینو سور شو او لاندې په موټر کې پرېوته. اکرام الله خپل ځانمرګی واسکټ او تومانچه په نږدې جومات کې وغورځول او د پېښې له ځایه یې پښې سپکې کړې.
په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب له عملیاتو وروسته نوموړی د حکیم الله مسید د ډلې له وژل شوي قوماندان شهریار مسید سره یوځای افغانستان ته لاړ. هغه مهال نوموړي د بوټو په وژلو کې خپله ښکیلتیا ردوله.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې، اکرامالله په وېره او ډار کې په ننګرهار، کونړ، خوست او پکتیکا کې د ټي ټي پي له قوماندانانو سره پټ ګرځېده. خو په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل او افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نور هغه پټ نه ګرځي؛ د بې نظیر بوټو په قتل کې له لاس لرنې انکار نه کوي او په زغرده وايي، چې د بوټو د وژلو لپاره لیاقت باغ ته تللی و.
د افغانستان انټرنشنل د څیړنو له مخې، د پاکستاني طالبانو ډېری جګپوړي قوماندانان، مفتي نور ولي مسید، حافظ ګل بهادر، عظمت الله مسید، اخترمحمد خلیل او مفتي صادق نور داوړ د کابل، کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا ولایتونو او وزیرستان، خیبر او باجوړ ترمنځ د تردد په حال کې دي.
ګل بهادر د هبت الله په څېر ډېر نه ظاهریږي
غبرګۍ د خوست سپیرې ولسوالۍ د ځدراڼو کلی دی، خو له دې سیمې اخوا د پکتیکا تر ګیان ولسوالۍ پورې د مداخېلو وزیرو سیمه ده، چې اغزن تار او ډیورنډ کرښې له وزیرستان نه بېله کړې ده.
مداخېل د تحریک طالبان ګل بهادر یا اتحاد المجاهدین شورا د مشهور قوماندان حافظ ګل بهادر اړوند قبیله ده چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې اوسیږي. له همدې امله نوموړی په دې سیمه کې تر ټولو پیاوړی او ځواکمن کس ګڼل کیږي.
په افغانستان کې موټر ښي لاسي دي، خو د خوست له تڼیو ولسوالۍ نه چې د ځدراڼو غبرګۍ سیمې ته داخلیږي، کیڼ لاس نیسي، ځکه پاکستاني طالبان دلته ټول په کیڼ لاس موټر ځغلوي.
ګل بهادر د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې د خوست د سپیرې ولسوالۍ پر افغان دوبۍ او شاوخوا کلیو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته له دې سیمې نه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته لاړ او ځینې قوماندانان یې د خوست شمل ولسوالۍ او نورو سیمو ته خواره شول، خو مدرسې او جنګیالي یې لاهم په سپېره ولسوالۍ کې فعال دي.
دې سیمې ته د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې له سختې زلزلې وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او په وري میاشت کې د پاکستان له برید وروسته ددفاع وزارت مرستیال لوی درستیز مالي خان صدیق سفرونه وکړل.وروسته د پاکستاني طالبانو له دوو قوماندانانو اخترمحمد خلیل او قوماندان افتاب داوړ سره ددوی اخستل شوي انځورونه خپاره شول.
د مداخېلو یوه قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « سراج الدین حقاني په دغه سفر کې له مداخېلو قبیلې سره ژمنه کړې وه، چې د کاڼيپه نامه دوی ته یوه بېله ولسوالي منظوره کړي». خو د پاکستان حساسیتونو ته په پام او له دې ویرې چې دا سیمه په بل وزیرستان بدله نه شي، د دې ولسوالۍ د منظورۍ چارې ځنډېدلې دي.
طالبانو هغه مهال په کاڼي سیمه کې یوه پوسته جوړه کړه چې د سیمې وضعیت له نږدې وڅاري.
د خوست پخواني والي عبدالقیوم روحاني په افغان دوبۍ کې امنیتي پوسته داسې مهال پرانیسته چې د خوست د کي پي ایف ځواکونو لسم او پنځم کنډکونه د حافظ ګل بهادر د جنګیالیو په لاس کې وو.
په خوست کې یوې مخکینۍ امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « تر دې وروستیو د سپیرې په لسم کنډک او د تڼیو په پنځم کنډک کې د حافظ ګل بهادر د یوه قوماندان سیدانار چې په قوماندان تلوار مشهور دی، اړوند جنګیالي اوسېدل».
د سرچینې په وینا، «ددغو دوو کنډکونو وسلې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال د پاکستاني طالبانو د صادق نور ډلې د قوماندان افتاب یاسر داوړ لاسونو ته ولوېدې. افتاب داوړ چې په هوايي کرښو کې یې کابل او کندهار ته سفرونه کول، په کندهار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو، چې ګل بهادر ډلې پکې د پاکستان استخباراتي ادارې ښکیلې وګڼلې».
پر افتاب الله شک و، چې پرمختللې امریکايۍ وسلې پر بلوڅ وسله والو پلوري.
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې دې سیمې ته خپل یو شمېر پوځي چارواکي ولېږل او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د چندو له راټولولو او په ودونو کې د پیکا او نورو درندو وسلو له ډزو ډډه وکړي، خو دغو سپارښتنو دلته پر میشتو پاکستاني جنګیالیو اغیز نه دی کړی ځکه ډېری بهرني جنګیالي د طالبانو د «سنګرونو» مخکیني ملګري دي.
په سیمه کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددې سیمې امنیت قومي څلویښتی سمبالوي او سیمه عملا د ګل بهادر تر واک او کنټرول لاندې ده.
د ۲۰۲۵ کال د جون په وروستیو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له وېرې حافظ ګل بهادر او مولوي صادق نور داوړ د پکتیکا له برمل او د خوست له شمل ولسوالیو څخه ناڅرګند لوري ته ووتل.
دوو سرچینو د جولای پر اتمه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حافظ ګل بهادر او د هغه دوه نور قوماندانان قاري اسماعیل او اخترمحمد خلیل په برمل ولسوالۍ کې اوسېدل، خو پنځه ورځې وړاندې له دې سیمې وتلي دي.
مولوي صادق نور داوړ او د هغه دوو محلي قوماندانانو مولوي صدیق الله او سید انار د خوست په شمل ولسوالۍ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تګ او راتګ درلود، خو د شمالي وزیرستان په میرعلې سیمه کې د پاکستان پر پوځ د جون میاشتې د ۲۸مې نېټې له ځانمرګي برید وروسته، دواړه له دې سیمې ووتل.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳پاکستاني پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
د پاکستان پوځ له دغه برید وروسته اعلان وکړ، چې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې په سیمه کې ۱۴ وسله وال جنګیالي وژلي دي.د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له برید وروسته اعلان وکړ، چې « له عاملینو به غچ واخلي». منیر په ټینګار وویل، چې«د ترهګرو پل به واخلي او په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينه افشا کړي».
پاکستاني پوځ دا برید د هند د یوې نیابتي ډلې کار وباله، خو نوی ډیلی دا ډول تورونه ردوي.
د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحادالمجاهدین ډلې ومانه، چې فعالیتونه یې ډېری پر شمالي وزیرستان متمرکز دي.
سرچینوافغانستان انټرنشنل ته وویل، « حافظ ګل بهادر پخوا په مېلمستیاوو کې برخه اخېسته، خو په دې وروستیو کې یې ځان ګوښه کړی و. تېره اونۍ یې داسې اطلاعات ترلاسه کړي وو، چې کېدای شي د پاکستان تر برید لاندې راشي، له همدې امله اوس له سیمې وتلی دی».
د سرچینې په وینا، حافظ ګل بهادر د وزیرستان د قومي جرګې غړو ته ویلي، چې نور د خبرو اترو لپاره هغه ته ور نه شي.
ګل بهادر شکمن و، چې پوځ د قومي مشرانو له جرګو وروسته دده ځای ځایکی معلوموي او بیا عملیات پرې کوي.
د شمالي وزیرستان یوه قومي مشر، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې ډېر وخت ښکیل پاتې شوی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د پاکستان پوځ د جون میاشتې په وروستیو کې د شمالي وزیرستان د اتمانزي وزیرو قبیلې ته، چې د ګل بهادر اړوند قبیله ده، ضرب الاجل ور کړی و، چې یا له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی په خپلو سیمو کې له بریدونو را وګرځوي او یاپه سیمه کې پوځي عملیاتو ته چمتو شي».
د ګل بهادر د ډلې په اډانه کې جیش عمري،فرسان محمد، غازیانو کاروان، شمله ور کاروان، سفیان کاروان او جیش انصارالمهدي په څېر کنډکونه فعالیت کوي چې ډله ییز ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې کوي.
د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۳۱مه نېټه حافظ ګل بهادر او د هغه ډله د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړل.
دې ډلې په۲۰۰۶میلادي کال کې له پاکستاني حکومت سره تړون کړی و او خلکو «ښه طالبان» او د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړې ډله ګڼله، خو په شمالي وزیرستان کې له ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته ګل بهادر ډلې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې پټنځایونه وموندل او د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف یې ځپونکي عملیات پیل کړل.
ګل بهادر د افغان طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په څېر په عام محضر کې کم حاضریږي او تر اوسه یې هیڅ روښانه انځور او ویډیو نه دي خپاره شوي.
د میرعلې څو اړخیز تړون
افغان طالبانو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې له پاکستاني طالبانو او نورو بهرنیو جنګیالیو ډلو سره د کابل له سقوط وړاندې یو تړون لاسلیک کړی، چې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو وروسته به کابل له دوی سره د «جهاد» په داعیه او په پاکستان کې د شرعي نظام ټینګېدو کې مرسته کوي.
ګل بهادر ډلې ته یوې نږدې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې پر دغه تړون د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، چې هغه وخت د طالبانو د مشر مرستیال و، د ټي ټي پي پخوانیو مشرانو، د القاعدې مشرانو، د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر، ددې شورا غړي مولوي صادق نور داوړ او د طالبانو یو شمېر نورو مشرانو لاسلیکونه کړي دي.
سرچینه وايي، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د خوست ولایت په سپیره ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو له هوايي بریدونو وروسته چې کله اسلام اباد پر افغان طالبانو فشارونه ډېر کړل چې ټي ټي پي په پاکستان کې له بریدونو را وګرځوي، د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني طالبانو مشران او د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر چې هغه مهال د کابل په شکردره ولسوالۍ کې اوسېده، راوغوښتل او له دوی یې وغوښتل چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.
سرچینه وايي،« حافظ ګل بهادر ، چې په شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکې او القاعدې لپاره یو ملاتړی چتر جوړ کړی و، په دې ناسته کې ملا یعقوب ته د میرعلې د تړون سند ور وښود، چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کوي».
د سرچینې په باور، په دې سند کې افغان او بهرنیو جنګیالیو توافق کړی چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت د احیاء لپاره له افغان طالبانو سره یوځای د افغان حکومت، ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جنګیږي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته به افغان طالبان ددوی بالمثله همکاري کوي.
یوې بلې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د مخکیني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته سراج الدین حقاني او مولوي یعقوب کابل د القاعدې او پاکستاني طالبانو د مشرانو لپاره خوندي ونه باله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو او هغو سیمو کې استوګنه غوره کړي، چې له کورني او نړیوال څار نه لرې او منزوي سیمې وي.
سرچینه زیاتوي،« حافظ ګل بهادر د کابل له شکردرې ولسوالۍ نه د پکتیکا برمل ولسوالۍ سرحدي سیمې ته لاړ او مفتي نور ولي چې تر دې وروستیو د کابل د خیرخانې په یوه غیر پښتون میشته سیمه کې اوسېده، کونړ ولایت ته لاړ، خو کابل ته یې تګ او راتګ جریان درلود».
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې پر کابل د پاکستان له بریدونو درې ورځې وړاندې نور ولي مسید د کابل-لوګر پر لویه لار په قلعچه سیمه کې هېواد شفا روغتون ته لاړ چې د ټي ټي پي د ټپي جنګیالیو وضعیت له نږدې وګوري، خو له برید وروسته هېواد شفا روغتون له ټي ټي پي سره د جنګیالیو ددرملنې قرارداد فسخ کړ. افغانستان انټرنشنل ددغه روغتون له مسوولانو سره په دې اړه خبرې وکړې، خو ویې ویل، چې دوی د جنګیالیو درملنه نه کوي، او نه له چا سره قرارداد لري، خو په روغتون کې د ترافیکي پېښو د ټپیانو درملنه کیږي.
د ۲۰۲۳ کال د جون پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل رپوټ کې وویل، چې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ځینې طالبان بې باوره کړل،چې دوی د القاعدې د مشر د حضور په اړه دوکه شوي دي. ځینو نوروداسې انګیرله چې د الظواهري استوګنځای په لوی لاس امریکا ته افشا شوی دی.
دې مسالې د ملا برادر په شمول د طالبانو هغه مشران هیښ کړل، چې له نړیوالې ټولنې سره یې د ښو اړیکو او بهرنیو جنګیالیو ته د پناه نه ورکولو ژمنې کړې وې. د رپوټ له مخې، ملا برادر د ایمن الظواهري له مرګ وروسته د کورنیو چارو وزیر ته په یوه غونډه کې وویل، چې « ایمن الظواهري ته مو په پناه ورکولو سره زه نړیوالې ټولنې ته دروغجن کړم»، خو سراج الدین حقاني په ځواب کې ورته وویل، چې په کابل کې الظواهري ته مېلمستون د امیر « ملا هبت الله اخوندزاده» په موافقه ورکړل شوی و.
پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له مشر مفتي نور ولي نه هم وغوښتل، چې له ښکاره ګرځېدو ډډه وکړي، خو هغه په ځواب کې وویل، چې « لمر په دوو ګوتو نه پټیږي».
سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو مشران او قوماندانان وروسته له رسنیو سره له مرکو او په ښارونو کې له ښکاره استوګنې او ګرځېدو منع کړل او له همدې امله اوس هغوی له مرکو ډډه کوي او په غونډو کې نه راڅرګندیږي.
د ټي ټي پي د انتقال پروسه
د ۲۰۲۲ کال په می میاشت کې د طالبانو حکومت د پاکستان تر فشارونو وروسته ټي ټي پي ته وړاندیز وکړ، چې له سرحدي سیمو نه د افغانستان شمال، لوګر او غزني ته لاړ شي، خو ټي ټي پي د افغانستان شمال او له ډیورنډ کرښې لرې پراته ولایتونه د خپل فعالیت او پایښت لپاره وړ سیمې ونه ګڼلې.
له بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې د استوګنو سیمو ته به یې سړکونه ور جوړ کړي، کورونه به ورته جوړ شي او له مرکزونو سره به یې وصل کړي، چې په تګ راتګ کې یې سهولت رامنځته شي، خو د جنګیالیو ډلو د مشرانو استدلال دا و، چې دوی غواړي وزیرستان او قبایلي سیمو ته نږدې پراته وي، له خپلو خلکو سره تګ او راتګ ولري او نورو سیمو ته یې انتقال پر جهادي فعالیتونو اغیز پرې نه باسي.
غزني، لوګر او د بغلان او کندز ته د جنګیالیو د کورنیو انتقال له دې امله ددوی لپاره مطلوب نه دی، چې دا چاره ددوی پر جګړه ییزو فعالیتونو اغیز کوي. د وزیرستان او قبایلي سیمو ګڼې نورې جنګیالۍ کورنۍ په ۱۹۲۰مو او ۱۹۲۸ مو کلونو کې د بریټانیايي هند د شکایتونو له امله هم د افغانستان شمال، غزني، لوګر، میدان وردګ او د کابل شمالي ته انتقال شوې وې، چې ددوی پر جګړه ییزو فعالیتونو یې اغیز وکړ او وروسته د جګړې پرځای، د ورکړل شویو ځمکو پر ابادولو او کرکیلې بوختې شوې.
خو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د پاکستان له فشارونو او بریدونو وروسته د ټي ټي پي مشرانو د خپلو یو شمېر کورنیو له انتقال سره مشروطه موافقه وکړه.
ددې موافقې له مخې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په وروستۍ اونۍ کې د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې.
په هوکړه کې د طالبانو ادارې له ټي ټي پي سره ومنله، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.
د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو په انتقال کې یوې ښکیلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « کورنۍ په دې شرط انتقال ته رضامندې شوې، چې د هغوی محرمیت وساتل شي او مالي مرسته ورکړل شي».
د سرچینې په وینا، د انتقال په چاره کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو، کورنیو چارو قومونو او قبایلو وزارتونه او د استخباراتو ریاست ښکیل وو او هوکړه وشوه، چې د طالبانو حکومت به ددغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنی معاش، د انتقال لپاره ۵۰۰ ډالره، د کرایې لګښتونه او په غزني کې د کورونو د وسایلو د پېرلو لګښتونه ور کوي.
ټي ټي پي ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د وزیرستاني کورنیو مشران تر مستعارو نومونو لاندې ثبت شول او د معاش او نورو امکاناتو په برخه کې یې یوازې د ټي ټي پي له خوا ورکړل شوي کارتونه معتبر دي.
د طالبانو حکومت د وزیرستاني او نورو بهرنیو جنګیالیو کورنیو ته د ۵۰۰ او زر کورنیو په ظرفیت د د غزني د ناوې ولسوالۍ په ملک دین سیمه، د قره باغ ولسوالۍ د ګلکوه په عطارباغ دښته او د واغز ولسوالۍ په دشت کابلي سیمه کې درې ښارګوټيو ته ورته کمپونه جوړ کړي دي. په دغو یو پوړیزوپخو ښارګوټو کې مدرسې، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیسټم ټول په نظر کې نیول شوي، خو له اوږدې مودې راهیسې ترې اغزن تار تاو و، ځکه وزیرستاني بې ځایه شویو دغو کمپونو ته له تګه انکار کړی و.
ټاکل شوې وه، چې دغو کمپونو ته د خوست له افغان دوبۍ، پڅې مېلې، خړه وړه، سور کنډو، کاڼي او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له لمن، مرغه، مېله، منګړیتي او زبرګي سیمو نه د حافظ ګل بهادر او ټي ټي پي د اړوندو جنګیالیو کورنۍ ولېږدول شي، خو تر اوسه د قره باغ کمپ ته یوازې د ټي ټي پي اړوند د مسید او داوړ قبیلو اړوند یو شمېر کورنۍ تللې دي. له غزني نه د افغانستان انټرنشنل وروستۍ موندنې ښيي، چې یو شمېر کورنۍ بېرته خوست او پکتیکا ته تللې دي.
د ټي ټي پي د کورنیو د انتقال د هوکړې له مخې، د کمپونو امنیت به ټي ټي پيپخپله تنظیموي او خپل ساتونکی ځواک او د چارو د تنظیم اداره به لري.
په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې انتقال د قبایلي سیمو پر امنیت هیڅ اغیز نه درلود، ځکه، «یادې کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني د فشار له امله انتقال شوې، دا یوه سنجول شوې هڅه او ځان ته د خټو پوزې اېښودل وو».
کارپوهان دغه انتقال په۲۰۱۴ کال کې له شمالي وزیرستان نه د حقاني شبکې انتقال ته ورته بولي، چې کورنۍ یې له وزیرستان نه، کورمې، پېښور او اسلام اباد ته ولېږدول شوې، خو مرکزونه یې لا هم په واڼه، میرانشاه، ټل، او ترې منګل کې فعال پاتې وو. په ورته ډول د مفتي نور ولي او د ټي ټي پيد نورو مشرانو دفترونه، د وسلو زېرمې او پټنځایونه لا هم په پکتیکا، خوست، او پکتیا کې فعال دي او یوازې کورنۍ یې په سمبولیک ډول غزني ته لیږدول شوې دي.
سرچینې وايي، دا پروسه تر دې دمه یوازې په کندهار، خوست او پکتیکا کې پیل شوې، خو په کونړ او ننګرهار کې لا نه ده عملي شوې. د امنیتي چارو شنونکي وايي، پاکستان ډېری له خوست او پکتیکا سره پر ډیورنډ کرښه د جنګیالیو له حضور نه ویره لري ځکه دلته دواړو خواوو ته قومي، قبیلوي او نور تړاوونه ژور دي، چې د جنګیالیو د ملاتړ لپاره یې یو مساعد چاپیریال رامنځته کړی دی.
په کندهار کې د ټي ټي پي اړوندو جنګیاليو کورنۍ د کندهار- اروزګان پر لويه لار له ډیورنډ کرښې ۱۳۷ کیلومټره لرې د شاولي کوټ ولسوالۍ په کريزګي، کټه سنګ، تناوچه، قاسم کلي او سرخ بېد کې ځای پرځای شوي دي.دغو کليو او سيمو ته د عامو خلکو د ورتګ اجازه نشته، خو د مېنې جوړولو لپاره لوی موټر ورځي او د بیا رغونې چارې پکې تر سره کوي.
افغانستان انټرنشنل- پښتو په دې اړه د شاولي کوټ ولسوالۍ د کټه سنګ او تناوچې کليو له خلکو سره خبرې وکړې.
د سيمې يوه سپين ږیري، چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغونه لري، له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «ډېر وخت کېږي، چې دغه خلک دلته راغلي دي، له عامو خلکو سره کار نه لري او نه د چا سره خبرې کوي، د هغوی شکل له نورو خلکو څخه جلا دی، ټول لوی وېښتان لري او اکثره وخت په خپل منځ کې په بېلو لهجو خبرې کوي».
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو همکارانو هڅه وکړه، چې له دغو سیمو انځورونه او ويډيو واخلي، خو یوازې له سړک څخه د کلي په انځور اخستلو بریالي شول.
هغو پاکستاني جنګیالیو چې له حقاني شبکې سره اوږه په اوږه په لویه پکتیا کې جګړې کولې، د ځان لپاره خوست، پکتیا او پکتیکا خوندي محیطونه ګڼلي، خو هغه جنګیالي چې د لوی کندهار په جګړو کې ښکیل وو، په محدوده بڼه دلته خپاره شوي دي.
د جمهوریت پر مهال په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پښتون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د شاولي کوټ ولسوالۍ ترڅنګ په نېش ولسوالۍ کې هم د پاکستان د طالبانو تحریک جنګیالي او قوماندانان له خپلو کورنیو سره اوسیږي.
پښتون وايي، چې دغه جنګیالي له ډیورند کرښې نه د پاکستان په غوښتنه او فشار لرې پرتو سیمو ته لېږدول شوي، « دا سیمه د اوسېدو او پټېدو لپاره بهترین ځای دی. د پاکستاني طالبانو تحریک په دې سیمه کې یوازې د خپلو کورنیو د خوندي ساتلو په موخه مېشت شوی او ځوان جنګیالي یې لا هم د افغان طالبانو په مرسته، تجهیز او لارښوونه ډیورنډ کرښې ته ځي او په جګړو کې برخه اخلي».
د افغانستان انټرنشنل د رپوټونو له مخې، د طالبانو په منځ کې حقاني ډلې غوښتل، چې د پاکستاني طالبانو جنګيالي او کورنۍ له ډيورنډ کرښې لرې د افغانستان په شمالي سيمو په ځانګړې توګه د قوشتيپې کانال په شاوخوا کې مېشت کړي او د کانال ځمکې پرې ووېشي، خو دا هڅه ځکه بریالۍ نه شوه، چې د سيمې خلکو مخالفت وښود او ټي ټي پي هلته له تګه ډډه وکړه.
وروسته د طالبانو حکومت د ټي ټي پي یوشمېر جنګياليو او کورنیو ته په سويل کې د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ وټاکله، چې د جغرافيايي موقعیت له مخې مرکزي نقطه بلل کيږي.
دغه ولسوالي د کندهار زياتو ولسواليو ته د لاسرسي تر څنګ زابل، اروزګان، هلمند، دایکندي، غزني او نورو ولایتونو ته هم نښلول شوې لارې لري.
د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ ختيځ خواته د زابل ولايت جلدک ولسوالي، لويديځ خواته يې د کندهار خاکريز او ارغنداب ولسوالۍ، شمال خواته يې د ارزگان ولايت او د کندهار ميانشين ولسوالۍ، جنوب لور ته يې د کندهار دامان او ارغنداب ولسوالۍ پرتې دي.
دغه پټنځایونه تر دې وروستیو د پاکستان لپاره سرخوږ جوړوونکي نه وو، خو کله چې په بلوچستان کې د ټي ټي فعالیتونه پیل شول او بلوڅو جنګیالیو نوې پرمختللې وسلې وموندې، اسلام اباد اوس ددې سیمې حساسیت ته هم ځیر شوی.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي په یوه مرکه کې په تلویحي ډول وویل، چې په کندهار کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پټنځایونه دي.
ژورو مذهبي باورونو، ملګرتیاوو، خیښیو او تاریخي اړیکو، چې د افغان جګړې پر مهال یې پراختیا موندلې، د دغو جنګیالیو ترمنځ یو نوی تړاو رامنځته کړی دی.
خالد پښتون چې خپله د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، وايي، په دې وروستیو میاشتو کې سویلي ولایتونو او حتا فراه او بادغیس ته د افغان طالبانو مړي له بلوچستان او خیبرپښتونخوا نه راوړل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
پښتون افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په تېر جمهوریت کې هم د شاولي کوټ همدا ساحې ناامنه وې، چې د طالبانو ډېر قوي مرکزونه وو او جنګونه یې کول».
جنرال سمیع سادات چې د پخوانۍ افغان اردو تر ټولو ځوان قوماندان و او د جمهوري دولت پرمهال یې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو او د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو مشري پرغاړه درلوده، ډېر وخت په هلمند او شاوخوا ولایتونو کې له طالبانو، القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو سره په جګړه کې ښکیل پاتې شوی. جنرال سادات چې په دې وروستیو کې یې د « وروستی قوماندان» په نامه کتاب خپور شوی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان طالبان له ټي ټي پي سره په نظامي تجهیزاتو او مالي برخه کې مرستې کوي.
هغه زياته کړه: «افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره مالي کومک کوي، نظامي تجهیزات او تعلیمات ورکوي. حتا ځینې افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره د تشکيل په ډول ځي، چې ځینې یې په جګړو کې وژل شوي هم دي».
د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، بنو، ټانک، لکي مروت، مهمند او باجوړ ولسوالیو کې په دې وروستیو کې ګڼ افغان طالبان وژل شوي، چې له پاکستاني جنګیالیو سره یې یوځای د پاکستان د پوځ خلاف جګړې کولې. کټ مټ هغه څه، چې پاکستاني جنګیالیو د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو تر ملاتړ لاندې له ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې کول.
ټي ټي پي پرمختللو وسلو ته لاسرسی موندلی
د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د یوه فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو وېش یوازې په ځان پورې محدود کړ . د فرمان له مخې، د دې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو ادارې رییس نور له وسله تونونو وسلې نه شي اېستلای او نه یې هم په خپل سر وېشلای شي. له فرمان وروسته په ټولو ولایتونو کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ثبت چارې پیل شوې او ګڼې وسلې، په ځانګړې توګه اېم فور وسلې کندهار ته ولېږدول شوې او د هبت الله اخوندزاده د خاص ځواک په واک کې ور کړل شوې.
خو دې چارې د وسلو د خرڅلاو او قاچاق مخه په بشپړ ډول نه ده نیولې.
افغانستان ته د ټي ټي پي له انتقال سره هممهاله د وسلو ګڼ سوداګر او قاچاق وړونکي په خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، ننګرهار،هلمند او نیمروز ولایتونو کې خپاره شوي دي.
په پاکستان کې د جګړو له شدت سره د وسلو د پېر او پلور مارکېټ بېرته غوړېدلی دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل د سقوط په لومړیو میاشتو کې د امریکايي ایم ۱۶ او اېم فور بیې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو په شاوخوا کې وې، ځکه هم سرتېرو پلورل او هم جنګیالیو د وسلو پېر او پلور کاوه، خو څومره چې دا وسلې په مارکېټ کې کمیږي، بیې یې لوړيږي.
حاجي مطیع الله چې پخوا د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک او د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د وسلو کاروبار کاوه ، اوس خپل کاروبار خوست او پکتیکا ته رالېږدولی دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان په بازارونو، په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې یو نوی امریکایی اېم فور په ۴،۲۸۵ ډالرو او یو اېم ۱۶ په ۱،۴۲۸ ډالرو پلورل کیږي. د چینايي ایم فور ټوپکو بیې تر امریکايي هغو درې چنده کمې دي او د یوه امریکايي اېم ۱۶ په بیه پلورل کیږي.
دغه وسلې ډېری پاکستاني طالبان پېري او د پاکستان د پوځ خلاف په جګړو کې یې کاروي. جنګیالي د لیزري شپې لید دوربیونونو لپاره له امریکاییاېم۴ ، امریکایياېم ۱۶او چیناییاېم۴څخه ګټه اخلي.
بي اېم یو (BM1 ) توغندي، چې بیه یې اوس۴۲۴ډالره ده، د هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو په څېر د اوږده واټن بریدونو لپاره د ټي ټي پيد خوښې وړ وسله ده. روسي RPG-7 راکټ لانچر اوس په جنګیالیو کې یوه عامه وسله ده، چې بیه یې ۵۳۵ امریکايي ډالره ده. دا وسله ډېری پر موټریزو کاروانونو د بریدونو لپاره کارول کېږي، خو د دې وسلې ځای اوس ٨٢ میليمتري توپ نیولی، چې د محکمو کانکریټي دېوالونو د سوري کولو وړتیا لري.
د ټي ټي پي ماین جوړوونکي په دې وروستیو کې په دې توانیدلي چې د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ د ار پي جي ٧ راکټونو لپاره برابرې کړي. جنګیالي د خرادۍ په ماشین د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ توږي او بیا په بېخ کې د ار پي جي ٧ مرمۍ پټاکۍ ورسره تړي.
د شمالي وزیرستان د میرعلې د وسلو یو پخوانی سوداګر، چې موږ یې د امنیتي ملحوظاتو له مخې یوازې د داوړ په نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د ٨٢ ملي متري توپ تقاضا، چې له اوږې ویشتل کیږي، بیخي زیاته شوې. دغه توپونه د پاکستاني پوځ پر پوستو د بریدونو پر مهال ډېر موثر ثابت شوي ځکه کانکریټي دیوالونه او د تیږو سیمنټي محکم دیوالونه چپه او سوري کوي. ار پي جي ٧ راکټونه دا وړتیا نه لري چې دیوالونه چپه یا سوري کړي».
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ٨٢ ملي متري توپ بیه ۱،۷۸۴ ډالرو ته لوړه شوې او یوه مرمۍ یې په ۷۱ ډالرو پلورل کیږي.
دغه راز د روسۍ پیکا ماشین ګڼ (PK) بیه، چې لاهم په پاکستاني جنګیالیو کې محبوبه وسله ده، شاوخوا ۱۷۱۰ امریکایي ډالره ده او د پیکا د مرمیو یوه ګنټه (۱۰ دانې) په شاوخوا ۳،۴۰ امریکایي ډالره پلورل کېږي.
په نورو وسلو کې چې بیې یې لوړې او په ځینو مواردو کې ټیټې شوې دي، شوروي ساخت او امریکايي دواړې وسلې شاملې دي. د پکتیکا او وزیرستان ترمنځ په تور بازار کې یو لاسي بم (Hand grenades) په شاوخوا ۱۲ تر ۱۴ امریکایي ډالرو پلورل کېږي. د یوه کورني روسي کلاشنکوف (AK-47) بیه د ۱۳۷۰ او ۱۵۴۰ امریکایي ډالرو ترمنځ ده.
له ۲۰۰۲ کال وړاندې کلاشنکوف د هر جنګیالي او کلکوف د هر قوماندان د لاس ګاڼه وه، خو اوس د جنګیالیو د نسل له بدلېدو سره د وسلې روسی کلتور هم بدل شوی او ځای یې امریکايي اېم ۱۶او اېم ۴ نیولی. د امریکايي وسلو ارزښت ډېر وخت د هغو له مقاومت او پر هغو له نصب کېدونکو وسیلو سره تړلی ګڼل کیږي.
ددې وسلو لس کارتوسه ګنټه په ۵،۴۳ ډالرو پلورل کیږي چې د کلاشنیکوف له مرمیو ( ګنټه ۴،۳۶ ډالره) سره یې شاوخوا یو ډالر فرق دی.
جنګیالي معمولا پر خپلو وسلو روسي او چینايي دوربینونه کاروي، ځکه امریکايي هغو ته لاسرسی محدود دی.
افغانستان انټرنشنل په وروستي یوه کال کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان، شمالی وزیرستان، باجوړ، مهمند، ټانک، لکي مروت او بنو ولسوالیو کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو ډول او تاکتیکونه څیړلي، چې ښيي دې ډلې په اکثریت تعرضونو، ډله ییزو او هدفي بریدونو کې لومړی په لیزري وسلو ( چې معمولا پر ایم فور او اېم ۱۶ نصبیږي) د پاکستاني پوځیانو امنیتي کمرې په نښه کړې دي او وروسته یې برید کړی. د لیزري بریدونو په برخه کې دوی ډېری د افغان طالبانو له باتجربه جنګیالیو کار اخلي.
عابد الله مسید (مستعارنوم)، چې د پاکستاني طالبانو د یوې وړې ډلې مشري کوي، نوي وسایل د پخوانیو هغو په پرتله اقتصادي ګڼي. نوموړی، چې د جنوبي وزیرستان په لدها او مکین سیمو کې فعالیت کوي، وايي، « دغو دوربینونو او لېزرونو د جنګیالیو لګښتونه درې چنده کم کړي. پخوا په بریدونو کې په وسلو ډېر لګښت کېده، خو اوس مرمۍ پر هدف لګیږي او د اضافي لګښتونو مخه نیول کیږي».
د نوموړي په باور،«پخوا جنګیالیو د بریدونو پرمهال روسي ګرنېټ کپونه(Grenade launchers) کارول چې له یو کیلومټر فاصلې به پر پوستو په مایل ډول کارېدل، خو اوس امریکایي ګرنېټ کپونه کارول کیږي، چې له ١٥٠٠ مترو هدف ولي او پر امریکایی ایم فور او ایم ١٦ ټوپکو ښه نصبېږي».
دیوه ګرنېټ لانچر بیه ۷۲۷ امریکايي ډالره ده او بم لرونکې توپ ته ورته ګردۍ مرمۍ یې ۳،۶۴ ډالره بیه لري.
حاجي مطیع الله القاعده، پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتون پالي، د ایران پر وړاندې جنګېدونکې جیش العدل ډله او د وسلو پاکستاني سوداګر د امریکايي وسلو د مهمو پېرونکو په توګه یادوي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په لومړیو کلونو کې پاکستاني سوداګرو چې اکثره د قبایلي سیمو دي، په ارزانه بیه ګڼې وسلې وپېرلې، ځکه دوی ته له سقوط وروسته القاعدې د تېرو کلونو پورونه بېرته ور کړل او دوی د وسلو پېرلو لپاره کافي پیسې درلودې».
د چاودېدونکو توکو جوړولو لپاره ټي ټي پي امونیم فاسفیټ، امونیم نایتریټ او پوتاشیم استعمالوي، چې د قاچاق له لارې د خیبر پښتونخوا قبایلي ولسوالیو او د ډیورنډ کرښې شاوخوا سیمو ته لېږدول کېږي. په وروستیو کې پاکستان د دغو توکو پر صاداراتو او وارداتو بندیزونه ډېر کړل او له ګوادر بندر نه یې له بیمې سره مشروط کړل، خو وسله والو ایران او نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.
د مطیع الله په وینا، د پاکستاني طالبانو غورځنګ پخوا چینایي پټاکۍ او پریمکارډ(Explosive Rope) کارول، خو اوس تر هغو پرمختللې پټاکۍ او پریمکارډ ته لاسرسی لري چې له ایران نه قاچاق کیږي.
پریمکارډ (Primacord) یو نرم انعطاف منونکی چاودېدونکی تار دی چې په لوړ سرعت د چاودنې څپه انتقالوي. دا په مایناېښودنواو نظامي او تخریبي عملیاتو کې د هممهاله چاودنو لپاره کارول کېږي.
د وسلو له قاچاق نه یوې بلې خبرې سرچینېافغانستان انټرنشنل ته وویل، « د پاکستان د طالبانو غورځنګ او د حافظ ګل بهادر ډله دا رسۍ په ماین چاودنو او موټربمونو کې استعمالوي. د ایراني رسۍ د چاودنې د څپې سرعت شاوخوا اوه او اته زره متره په ثانیه کې دی».
د افغان طالبانو په څېر پاکستاني طالبان هم دغه تار په ډله ییزو، هممهاله او همغږو بریدونو کې کاروي. په دې کې د سړک غاړې ماینونه (IEDs) هم شامل دي، چې په ستراتیژیک ډول په لارو، پوځي پوستو ته څېرمه، یا هغو ځایونو کې ځای پر ځای کیږي چې امنیتي ځواکونه هلته تګ راتګ کوي. طالبان د چاودیدونکې رسۍ په مرسته پوځي اهداف لکه چیک پواینټونه، ګزمې او پوستې په نښه کوي. دغه راز د امنیتي خنډونو او وسپنیزو دفاعي دروازو د ماتولو لپاره هم بارودي رسۍ کاریږي.
په خوست کې د وسلو یوه قاچاق وړونکي د نوم نه ښودنې په شرط وویل، چې « د ٢٠٢٢ میلادي کال په مني کې ټي ټي پي په دې بریالی شو، چې د متحده عربي اماراتو جوړ اصلي امونیم نایټریټ ته لاسرسی ومومي. دغه خړ رنګه امونیم نایټریټ د کرنیزو ځمکو او باغونو لپاره تولیدیږي، چې سوداګر یې د ایران له لارې افغانستان ته لېږدوي. دغه امونیم نایټریټ جنګیالي د بڼوالو له لارې پېري او د ننګرهار او پکتیکا له لارې پر اسانو قبایلي سیمو ته رسول کیږي».
نوموړی وايي، « پخوا دغه امونیم نایټریټ په پکتیکا او ننګرهار کې په باروتو بدلېدل او بیا قبایلي سیمو ته لیږل کیدل، خو وروسته یو مشکل پیدا شو، چې له دوه میاشتو تېریدو وروسته به د امونیم نایتریت څخه ترلاسه شویو باروتو خپل اثر له لاسه ورکړ او چاودیدل به نه. له همدې امله یې دلته د باروتو جوړول بند کړل».
د ټي ټي پي جنګیالي اوس امونیم نایتریټ او نور اومه توکي د اسانو له لارې په اوږدو غرنیو لارو خیبر او د شمالي وزیرستان دته خیل تحصیل ته اړوي او له هغه ځایه یې بیا نور کسان بېلابېلو قبایلي سیمو ته رسوي.
د ټي ټي پي د بم جوړونې یوه کارپوه په وینا، جنګیالي امونیم نایټریټ ته تودوخه ور کوي، چې له جامد حالت څخه مایع حالت غوره کړي، وروسته ١٥ کیلو ته پنځه لیتره ډیزل ورګډوي چې بیرته جامد شي او باروت ترې جوړ شي.
د پوټاشیم نایټریټ (KNO₃)په برخه کې له ټي ټي پي سره د هلمند قاچاق وړونکي همکاري کوي، چې معمولا له ایران نه واردیږي. دغه پوتاشیم د وچو شیدو په نامه په کاغذي پاکټونو کې له ایران نه راوړل کیږي او د ټي ټي پي د وسلو پر وزیرستاني قاچاق وړونکو پلورل کیږي. د پوټاشیم خاصیت دادی، چې له ډیزلو سره له یو ځای کیدو وروسته یو کال هم نه خرابیږي، جنګیالي دا د چاودنو لپاره کاروي.
یوه سرچینه چې د جنګیالیو د چاودېدونکو توکو بهیر یې له نږدې لیدلی وايي، « د امونیم نایتریت شل کیلو بارود یو ټانک له منځه وړي او ۷ کیلوګرامه پوټاشیم درانده ټانکونه ټوټه ټوټه کوي. له تودوخې وروسته چې کله له پوتاشیم یا امونیم نایتریت سره ډیزل ګډ شي سملاسي بوشکو، سطلونو او ترموزونو ته اچول کیږي چې هلته بیرته جامد حالت غوره کړي، د مایع حالت پر وخت پکې پټاکۍ ځای پر ځای کیږي څو پټاکۍ دننه په منځ کې جامدې او بندې پاتې شي».
د سرچینې په باور، « پخوا چې افغان طالبان په وزیرستان کې وو، چینایۍاو پاکستانۍ پټاکۍ یې کارولې، چې زیات شمېر به ونه چاودېدې او باروتو ته یې چاودنه نه شوای ورکولای، خو اوسنۍ ایرانۍ پټاکۍ زر چوي».
سرچینه وايي، چې د پریمکاټونو بنډلونه په ۲۰۰ او ۳۰۰ مترو کې راځي او د هلمند او نیمروز قاچاقبران یې د ټي ټي پي جنګیالیو ته رسوي.سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د ٢٠٢٢ په مني کې په هلمند کې ټول ذخیره شوي ایراني بارود، پریمکاټ او پليټونه د نورولي مسید ډلې ترلاسه کړل».
مډرنو وسلو د جګړې دودیزه بڼه بدله کړې ده
د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر په بلوچستان کې د پوځي تمریناتو په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان وسله وال ځواکونه «د هیواد د اړتیاوو» له مخې خپلې وسلې او سیسټمونه عصري کوي.
جنرال منیر ټینګار وکړ چې د پوځ د عصري کولو هدف دا دی چې د پاکستان پر وړاندې راڅرګندیدونکي هر ګواښ ته په اغیزناکه توګه ځواب ورکړي او مخه یې ونیسي.
د پاکستاني جنګیالیو ډلو لاس ته د پرمختللو وسلو پرېوتل د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یوه ستره ننګونه ده. د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو له بریدونو تر ټولو ډېر زیانمن اړخ سرحدي ځواکونه او د قانون پلې کوونکې ادارې، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا پولیس دي. دوی اکثره په پخوانیو زړو وسلو سمبال دي، چې د جګړې پرمهال اغیزناکې نه دي او روزنه یې هم د جنګیالیو په پرتله په ناجګړه ییز چاپیریال کې شوې ده.
د طالبانو په لاس کې لیزري وسلې، یا په ټوله کې امریکایۍ او د ناټو په سټنډرډونو جوړې وسلې د پاکستاني پوځ، په ځانګړې توګه سرحدي ځواکونو لپاره ستر سرخوږ دی. سرتېري له پوستو نه ازاد نه شي وتلای او ډېر وخت د دې وسلو ښکار کیږي.
له همدې امله پاکستان په نړیواله کچه په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په اړه خپلې اندېښنې ښيي چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه ددې وسلو بېرته ترلاسه کولو، یا لږ ترلږه پر افغان طالبانو د فشار له لارې، د وسلو کنټرول ته وهڅوي.
پوځ د جنګیالیو له پوځي ټکنالوژۍ او برلاسي سره د مقابلې لپاره سرحدي ځواکونه (Frontier Corps) تر یوه بریده په نویو وسلو سمبال کړي، چې په هغو کې ډرونونه او سنایپر هم شامل دي.
پاکستاني طالبان ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې پر ډیورند کرښه د پاکستان پوځ او سرحدي ځواکونو ته چینایي کواډ کاپټرونه ورکړل شوي، چې د ۸۵ملي متري هاوان مرمۍ له ځانه سره لېږدوي او پر جنګیالیو یې کاروي.
عابدالله مسید په دې اړه وویل، « پوځ کوښښ کوي چې د طالبانو د جنګي تاکتیکونو پر وړاندې ځوابي لارې ولټوي، چې یو مثال یې واړه چینایي ډرونونه دي، خو هغه د ورځې موثر دي، مګر د شپې نتیجه نه ور کوي. اوس چې طالبان پوستو ته د جنګ لپاره نږدې ورشي پوځیان سملاسي دغه ډرون پورته کوي».
خو د ټي ټي پي جنګیالي او د حافظ ګل بهادر ډله هم د ډرون او کواډکاپټرونو له ارزښته غافله نه ده. دغه ډلې د ارزانه او کوچنیو تجارتي ډرونونو په لټه کې دي، چې د جګړې په ډګر کې د دوی لپاره یو حمایوي چتر رامنځته کړای شي.
دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ټي ټي پي اړوند ځینې سیمهییز همکاران شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې په هغو شرکتونو پسې ګرځيدل، چې چینايي تجارتي ډرونونه، یا کواډکوپترونه، واردوي. خو خبره یوازې د پېرلو نه ده. دغه ډلې هڅه کوي تخنیکي کسان او د پوهنتونونو محصلان هم پیدا کړي، څو دا ساده ډرونونه داسې تعدیل کړي، چې بم یا مرمۍ وغورځولی شي.
یوه سرچینه، چې له دغو کسانو سره یې لیدلي، وایي، « دوی غواړي داسې ډرونونه عیار کړي، چې په لومړي ګام کې څار وکړای شي او په دویم ګام کې لږ تر لږه تر ۱۰ کیلومترو یا تر دې لرې هدف ته بمونه ورسولی شي. د دې لپاره باید د ډرون تخنیکي برخې، لکه بېټرۍ او کمرې بدلې شي او دا کار له متخصصو کسانو پرته ممکن نه دی».
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لومړی ډرون برید د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وکړ او وروستۍ د ډرون برید هڅه د جولای پر ۱۹مه د بنو ولسوالۍ د میریان امنیتي حوزې په حدودو کې وه، چې پاکستاني ځواکونو تر برید وړاندې شنډه کړه. د بنو د میریان امنیتي حوزې مسوولانو د هاوان هغه مرمۍ هم رسنیو ته وښودې، چې ټي ټي پي غوښتل پر امنیتي حوزه یې وکاروي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې جنګیالیو تر برید وړاندې ډرون ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا په لمن سیمه کې ازمویلی و. د سرچینې په وینا، « د دوی په لاس کې موجود ډرونونه تر اوسه یوازې د ورځې کار کوي او یوازې ساکن اهداف په نښه کولای شي».
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه، چې « جنګیالیو غوښتل دغه ډرونونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وکاروي، خو د افغان طالبانو حکومت یې مخه نیولې ده».
سرچینو وویل، چې کواډکاپټرونه ټي ټي پي او د ګل بهادر ډلې دواړو ترلاسه کړي دي، خو له دې امله یې نه کاروي، چې سیسټم یې پرمختللی نه دی او زر کشف کېدای او له منځه وړل کېدای شي. پاکستاني جنګیالي غواړي پرمختللي ډرونونه ومومي چې اوږد مزل وکړای شي، حرارتي کمرې ولري او د شپې له خوا اهداف او د دښمن حرکات وڅارلای شي.
د ټي ټي پي جنګیالیو دغه رازپه لویه کچه د هونډا موټرسایکل بیټرۍ هم پېرلې دي، چې د سړک غاړې چاودېدونکو توکو اود زیات وخت لپاره په هوا کې د ډرونونو د پاتې کېدو لپاره موثرې ګڼل کیږي.
دغو جنګیالیوله دې وړاندې معمولاً شپږ بېلا بېلې کوچنۍ بېټرۍ په یوه قالب کې سره تړلې، چې د یوه ماین د ریموټ کنټرول فعالولو لپاره یې ولتاژ برابر کړي، خو ددې بېټریو چارج زر ختمېده او ماین ایښودونکی مجبور و چې بېرته ورشي او نوې بېټرۍ پکې کیږدي. دې چارې د مرګ خطر درلود او په ډېرو خپل ماینونه وچاودېدل.خو اوسجنګیالي په خپلو ماین چاودنو کې د هونډا موټرسایکل بیټرۍ کاروي، چې تر یوې اونۍ چارج ساتياو د ایکممخابرو له لارې فعالېږي.
پاکستاني طالبان ولې د ډرونونو په لټه کې دي؟
د پاکستان پوځ ته په وروستیو څلورو کلونو کې د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو په لاسونو کې پرمختللې امریکایۍ وسلې مرګونې ثابتې شوې، خو اسلام اباد اوس خپله جنګي او عملیاتي ستراتیژي بدله کړې او په خپلو عملیاتو کې یې د بې پیلوټه الوتکو او څلور وزرو ډرونونو استعمال زیات کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ، چې د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې یې ۵۴ وسله وال جنګیالي په داسې حال کې ووژل، چې له ډیورنډ کرښې اوښتل. د برید له ویډیو برېښي چې جنګیالي په ډله ییز او یوځايي ډول وژل شوي او شاوخوا لوړې ونې هم له بېخه ماتې شوې دي. د پاکستان پوځ ته نږدې سوشل اکاونټونو دغه برید د بې پیلوټه الوتکې برید وباله. دې ته ورته څو نور بریدونه هم شوي، چې ټول یې د جنګیالیو لپاره مرګوني ثابت شوي.
د جنګیالیو خلاف ډېری کارېدونکي ډرونونه د منځنۍ ارتفاع ډرون دي، چې پخپله په پاکستان کې تولیدیږي او طالبان یې د راغورځولو یا شنډولو لپاره اړتیا وړ وسلې او وسیلې په لاس کې نه لري.
د پاکستان پوځ له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د خپل لومړي وسلهوال ډرون «براق» بریالۍ ازموینه وکړه، په دې برخه کې خپلواک تولید ته مخه کړې ده. د پوځ درې واړې برخې ځمکنۍ، هوایي او سمندري ځواکونه د څارنې، جاسوسۍ او هدفي بریدونو لپاره بېپیلوټه الوتکې استعمالوي. د هند او پاکستان په وروستۍ جګړه کې د ډرون موثریت اسلام اباد د دې وسیلې پر اغیزناکتوب لا باوري کړی دی. دغه ډرونونه اوس په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مرکزونو د بریدونو لپاره هم کاروي.
طالبان پر نازک پړي روان دي
افغان طالبان د خپل پخواني متحد، تحریک طالبان پاکستان، او نړیوالې ټولنې او پاکستان د غوښتنو ترمنځ پر یوه نازک سیاسي پړي روان دي. دا د هغو اړیکو پایله ده، چې طالبانو د واک ترلاسه کولو په اوږدو کې پاللې دي.
تحریک طالبان پاکستان، چې ډېر وخت د افغان طالبانو ایډیولوژیک او جګړه ییز ملګری ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره د مبارکۍ له لارې خپل بیعت تازه کړ.
اوس، داسې ښکاري چې ټي ټي پي له افغان طالبانو یوازې معنوي ملاتړ نه غواړي، بلکې له هغوی نه په پاکستان کې د ورته اسلامي امارت د تاسیس هڅو د ملاتړ غوښتنه هم کوي.
بل اړخ ته پاکستان د افغان طالبانو تر ټولو پیاوړی ملاتړی او جګړه ییزه جبهه پاتې شوی. د طالبانو ډېری مشرانو؛ ملا محمد عمر، ملا اخترمحمد منصور، ملا دادالله او اوسني مشر هبت الله اخوندزاده د اوږدو کلونو لپاره د پاکستان له خوندي پټنځایونو ګټه اخیستې ده. د طالبانو ډېری جګپوړي او ټیټپوړي چارواکي او جنګیالي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې اوسېدل، هلته یې دیني زده کړې او جګړه ییزې روزنې ترلاسه کولې او په افغانستان کې یې جګړه کوله.
د طالبانو د مشرانو لپاره نن دا اړیکه یوه دوه اړخیزه ستونزه ګرځېدلې ده. له یوې خوا، دوی نه غواړي د پاکستان پوځ د ځان مخالف وګرځوي. له بلې خوا، اسلام اباد له کابل نه په پراخه کچه د ټي ټي پي د ځپلو غوښتنه کوي، ځکه دې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته درندې مرګ ژوبلې اړولې دي.
د دې ترڅنګ، د امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي. طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو پر ضد نه کارول کېږي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه به نیسي.
ټي ټي پيدمګړۍ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ځایي طالبانو، مذهبي مشرانو او د وسلو د بازارونو له لارې ځان ته یو موازي اکوسیستم جوړ کړی دی. دې وضعیت د طالبانو د رسمي دریځ او عملي واقعیت ترمنځ یو تضاد رامنځته کړی.
که څه هم طالبانو په دوحه کې په رسمي توګه د هیڅ وسله والې ډلې د کوربهتوب نهکولو ژمنه کړې، خو په عمل کې د ټي ټي پي د فعالیتونو پر وړاندې د هغوی نرم دریځ ښيي چې دغه ډله هڅه کوي د ټي ټي پي او نورو سخت دریځو ډلو له ملاتړه د خپل واک د دوام لپاره د اسلام اباد او د افغانستان د نورو ګاونډیانو پر وړاندې د فشار د کارت په توګه کار واخلي. خو د شنونکو په باور، دغه تګلاره د پاکستان ورته تجربو ته په پام، د اوږدمهاله خطرونو لامل ګرځېدای شي.
د ټي ټي پي د خونديتوب دوام د سیمهییزو لوبغاړو لپاره هم اندېښمنوونکی دی. چین د خپلو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) امنیت ته اندېښمن دی، ځکه د ټي ټي پي فعالیتونه پر بلوڅ وسله والو د اسلام اباد تمرکز کمزوی کوي او چینایي شرکتونو ته ګواښ جوړوي.
ایران او روسیه هڅه کوي د طالبانو حکومت باثباته پاتې شي او په سیمه کې د امریکا د بیاحضورمخه ونیسي، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د مسکو او تهران دغه دریځ زیانمنوي. د طالبانو لپاره اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال ناورین د تکرار ګواښ تازه کوي، چې د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن د نه سپارلو له امله د امریکا له غبرګون سره مخ شول.
طالبان ممکن د ټي ټي پي د ځینو غړو د ایستلو او پر هغوی د بندیزونو ژمنه وکړي، خو یومخیز به مخ ترې ونه ګرځولای شي. که طالبان د ټي ټي پي پرضد ځپونکي ګامونه واخلي، شونې ده چې د دواړو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شي او طالبان له خپلمنځي شخړو سره مخ شي.
جنرال سادات په دې باور دي، چې له پاکستاني طالبانو، القاعدې او داعش نه د افغان طالبانو ملاتړ به یوځل بیا د دې لامل شي، چې امریکا او یا یو بل هېواد په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي. هغه وايي، « د طالبانو د ناسمې پاليسۍ له کبله د ډېرو افغانانو د قربانۍ ويره شته».
یادونه: دا رپوټ په سیمه کې د تحقیق، د ټي ټي پي له غړو، افغان طالبانو د غړو، قومي مشرانو، امنیتي شنونکو، د وسلو سوداګرو او قاچاق وړونکو او محلي همکارانو سره د مرکو، ځینو سیمو ته د سفرونو او کره شویو معلوماتو پر اساس چمتو شوی. په رپوټ کې ځینې کاریدلي نومونه د امنیتي ملحوظاتو له مخې په مستعار ډول راوړل شوي دي.

