د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وايي، د تعرفې کمېټه به پر هغو وارداتي توکو مالیه یا تعرفه لوړه کړي، چې په هېواد کې یې د تولید کچه لوړه شوې او د داخلي اړتیاوو د پوره کولو جوګه دي.
مولوي زاهد دا څرګندونې د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو د پېژندنې اوولسم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
هغه وویل، د تعرفې کمېټه په خپلواکه توګه فعالیت کوي او موخه یې دا ده چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د وارداتي محصولاتو پر ځای د هېواد دننه تولید ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغه پر افغان تولیدوونکو غږ کړی چې کېفیت او بیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د ولس باور په خپلو داخلي تولیداتو لوړ شي.
د زاهد په وینا، د افغانستان صنعتګر د کمزوري زیربنا، لوړې بیې او د بازار د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، خو وزارت هڅه کوي د تعرفې او سوداګرۍ تګلارو له لارې د دوی ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه چې د کورنیو تولیداتو د ودې او د ځانبساینې لپاره، د طالبانو حکومت د پانګونې، تولید او صادراتو د پراختیا لپاره ځانګړې طرحې عملي کوي.
د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو دا نندارتون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوی، چې د بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی دی.

