په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاج الدین اویوواله ویلي، چې یوازې په څو ورځو کې تر ۲۶زره ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي. د هغه په وینا؛ په دغه ستنو شویو کسانو کې نږدې ۱۵زره ماشومان هم شامل دي.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دوی د دغه راستنو شویو کورنیو د اړتیا وړ خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

