د ایران د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي وحید شمسايي د اسلامي هېوادونو د یووالي جام په لوبو کې د افغانستان د فوټسال له لوبډلې سره د لوبې له مساوي کېدو وروسته بښنه غوښتې او وايي چې افغان لوبډلې په لوړه انګیزه لوبه وکړه.
د افغانستان او ایران د فوټسال ملي لوبډلو نن د اسلامي هېوادونو د یووالي جام په سیالیو کې لوبه ۲ پر ۲ مساوي کړه.
له لوبې وروسته چې ایران یې د ګټلو تمه لرله د یاد هېواد د فوټسال لوبډلې روزونکي ویلي:«زه ونه توانېدم لوبغاړو ته د دې لوبې لپاره کافي انګیزه ورکړم. زه د افغانستان لوبډلې ته درناوی لرم، هغوی په بشپړه انرژې سره لوبه وکړه.»
نوموړي ویلي، چې «د لوبې د پیل په شېبو کې د ایران لوبډله د افغانستان په وړاندې برلاسې وه او داسې مو انګیرل چې موږ ګټونکي یو».
نوموړي ویلي، چې د فوټبال لوبه ګټل د لوبغاړو په هڅې پورې اړه لري او د افغانستان د فوټسال لوبډلې نن د ایران د لوبډلې په پرتله ډېر زیار او هڅه وکړه.
وحید شمسايي زیاته کړه:« له مراکش سره له ښې لوبې وروسته هېڅ داسې نه انګېرل کېده چې موږ به د افغانستان په وړاندې په دې ډول لوبه وکړو. یوه لوبه مو لا په مخ کې ده او که غواړو بل پړاو ته وړاندې تګ وکړو، د راتلونکې لوبې ګټل زموږ لپاره ډېر اړین دي.»
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې په نننۍ لوبه کې د ایران لوبغاړو ښه لوبه نه ده کړې او افغان لوبغاړي په لوړه انګیزه ولوبیدل.
د ایران د فوټسال لوبډلې روزونکي له افغانستان څخه د لوبې تر ګټلو وروسته ویلي:« چې نن لوبه پای ته ورسیده او زه بښنه غواړم.»

