د امریکا ځانګړی استازی وايي زر به یو بل هېواد د ابراهیم تړون برخه شي

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف وویل، چې د پنجشنبې په شپه به یو نوی هېواد د «ابراهیم تړونونو» برخه وګرځي.

ویټکاف په فلوریډا کې یوې غونډې ته وویل چې دی به د دې اعلان لپاره واشنګټن ته ستنیږي، خو هغه دا څرګنده نه کړه چې کوم هېواد به دا وي.

دا هغه تړونونه دي چې د اسراییل او د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو تر منځ د اړیکو د عادي کولو لړۍ پرمخ وړي.

نور خبرونه

رادیو