د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، په نیویارک کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د یوه مسلمان وګړي زهران ممداني بریا یوه تاریخي پېښه او د ټرمپ پرمخ کلکه «څپېړه» ده. هغه وایي، د ممداني بریا د ټرمپ له ناسمو سیاستونو د امریکا د څرګند مخالفت نښه ده.
حکمتیار پنجشنبه د (لړم ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنو جوته کړه چې ټرمپ او جمهوري غوښتونکي ګوند خپل ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی او په راتلونکو ټاکنو کې به له سخت وضعیت سره مخ شي.
د حزب اسلامي مشر زیاتوي: « د دې ماتې ستره وجه د نتنیاهو له جنایتونو د ټرمپ بې درېغه حمایتونه دي. يقيناً چې د غزې تاریخي او بېساري مقاومت اغېزې به پرلهپسې توګه راڅرګندېږي.»
د حکمتیار په خبره؛ خلکو د زهران ممنداني هغه شعار ته رایه ورکړې، چې که د اسراییل ولسمشر نیویارک ته ورشي؛ نو هغه به یې ونیسي.
د زهران ممداني پلار د یوګانډا مشهور لیکوال دی او مور یې په اصل کې هندۍ ده، چې د دغه هېواد د فلمي صنعت یوه مشهوره تولیدوونکې هم ده. هغه په عربي او هندي ژبه هم خپلو مینهوالو ته د کمپاین پېغامونه خپرول.
د دغه ۳۴کلن ځوان بریا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د خبرونو سرلیکونه جوړ کړي او ان د ټرمپ له مخالفتونو سره، سره یې لوړې رایې ترلاسه کول د هغه لویه لاسته راوړنه بللې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې وروستۍ وینا کې زهران ممداني ته خبرداری ورکړی، چې د ده تګلارو او قوانینو ته باید غاړه کېږدي او له واشنګټن سره ګډ کار وکړي.

