روسیه وايي په پوکروفسک ښار کې یې کور په کور جګړه پیل کړې

۵ ساعتونه مخکې

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد پوځ د جګړو له امله زیانمن شوي اوکرایني ښار پوکروفسک پر لور پرمختګ کړی او هلته یې کور په کور جګړې پیل کړې، چې اوکرایني ځواکونه له ښاره وباسي.

روسیه غواړي د ډونباس سیمه په بشپړ ډول ونیسي، چې د دونیڅک او ګاونډي لوهانسک ولایتونو څخه جوړه ده.

اوکراین اوس هم د دونباس شاوخوا لس سلنه برخه (نږدې ۵ زره کیلومتره مربع) تر خپل واک لاندې لري.

نور خبرونه

رادیو