متحده ایالات د سوریې د پلازمېنې دمشق په یوه هوايي اډه کې د پوځي حضور ټينګولو لپاره چمتووالی نیسي. امریکا پلان لري له دې اډې څخه د اسراییل- سوریې د احتمالي تړون د څارنې لپاره کار واخلي.
د امریکا دا نا افشا شوی پلان ښيي چې سوریه د بشارالاسد د حکومت له سقوط وروسته د واشنګټن له نوې ستراتېژۍ سره ځان سموي او له لوېدیځ سره نږدې کېږي.
دغه اډه د سوریې جنوبي سیمو ته پر تلونکې لاره پرته ده، چې تمه ده د اسراییل او سوریې ترمنځ د بېوسلې شوې سیمې برخه وګرځي. دغه موافقه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تر منځګړتوب لاندې روانه ده.
ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر احمد شرع سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.
دا به لومړی ځل وي چې یو سوریایی ولسمشر واشنګټن ته رسمي سفر کوي.
رویټرز له شپږو سرچینو سره خبرې کړې، چې دوه پکې لوېدیز چارواکي او یو د سوریې د دفاع وزارت چارواکی شامل دي. دوی تایید کړې چې امریکا پلان لري له دې اډې څخه د اسراییل- سوریې د احتمالي تړون د څار لپاره کار واخلي.
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) او د سوریې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغه پلان په اړه تبصره نه ده کړې.
همدارنګه د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت هم د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

