رافایل ګروسي: ایران باید د اټومي چارو په برخه کې همکاري پراخه کړي

۶ ساعتونه مخکې

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، چې ایران باید د ملګرو ملتونو له څارونکو سره خپلې اټومي همکارۍ پراخه کړي؛ ترڅو له لوېدیځو هېوادونو سره د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

ګروسي ویلي، که څه هم د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې له جون میاشتې راهیسې د اسراییل سره تر شخړو وروسته په ایران کې شاوخوا ۱۲ تفتیشونه ترسره کړي؛ خو دوی ته د اټومي تاسیساتو لکه فورډو، نطنز او اصفهان ته د لاسرسي اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

دغه تاسیسات د امریکا په بمباریو کې په نښه شوي وو. ګروسي ویلي، د اکتوبر میاشتې په لړ کې د ایران د غني شويو یورانیمو د زېرمو په شاوخوا کې فعالیتونه کشف شوي؛ خو دا «په دې معنا نه‌ده، چې د غني کولو کومه فعاله پروسه روانه ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا ویلي، چې ګروسي د ایران د اټومي پروګرام له بهیره خبر دی او باید بې‌بنسټه څرګندونې ونه کړي. هغه ویلي، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي څرګندونو د امریکا او اسراییل «تېري» ته لاره هواره کړه.

نور خبرونه

رادیو